زهرا بلوچ: پاکستان کې۴۴ زره افغانان بهر ته د تګ په تمه دي


  • 3 ورځي دمخه (12/07/2024)
  • عبدالبصیر رحمت زی
  • 36

 

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي چې ۴۴زره افغانان چې بهر ته د تګ په تمه دي، یاد هېواد کې اوسي. 

د یاد وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ یو خبري کنفرانس ته ویلي چې، دا هغه کسان دي چې د بهرنیو هېوادونو له لوري یې ویزې منل شوي او دغو هېوادونو ته د تګ لپاره لا هم په پاکستان کې منتظر دي. 

اغلې بلوچ زیاتوي چې په دغو افغانانو کې ۲۵زره یې امریکا، ۹زره یې اسټرالیا، ۶زره یې کاناډا، ۳زره یې المان او زر نور یې بریټانیا ته د تګ په تمه دي. 

وروسته تر هغې چې پر افغانستان اسلامي امارت واکمن شو، په زرګونه افغانان بهر هېوادونو ته د تګ په هدف ایران او پاکستان ته ولاړل.