د بلک واټر مشر: افغانستان کې د امریکا تاریخي ماتې زمونږ حیثیت خراب کړ

د بلک واټر مشر: افغانستان کې د امریکا تاریخي ماتې زمونږ حیثیت خراب کړ


  • 3 کاله دمخه (26/08/2021)
  • نګینه ارشاد
  • 1255

افغانستان کې د امریکا تاریخي ماتې د یاد هېواد باور ختم کړ او نور به خپلو متحدینو ته هم بې باوره پاتې شي.

د امریکا د جنګي کمپنی بلک واټر مشر "اریک پرینس ویلي، چې امریکا له افغان حکومت سره وحشیانه چلند وکړ او نور به هیڅ هېواد پر امریکا باور ونه کړي.

د نوموړي په خبره دې کار نه یواځې د امریکا ملاتړي هیوادونه؛ بلکې ټوله نړۍ حیرانه کړې او د بې باوري دا فضا ښایي دومره ژر له منځه لاړه نه شي.

پرینس دغه راز زیاته کړې، چې د امریکا له حکومت سره یې افغانستان کې د جګړې ختمولو څو طرحې هم وړاندې کړې وې؛ خو نه یې وې منلې.

د بلک واټر مشر یادې څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې نږدې ۱۲ ورځې وړاندې افغان حکومت طالبانو ته واک پرېښود او اوس له پنجشیر پرته ټول ولایتونه له طالبانو سره دي.