پنجشېر کې د واورې ښویېدنې په پېښه کې دوه کسان مړه شوي

پنجشېر کې د واورې ښویېدنې په پېښه کې دوه کسان مړه شوي


  • 9 مياشتي دمخه (19/02/2024)
  • سمسور نیوز
  • 389

د پنجشیر په خنج ولسوالۍ کې د واورې ښویېدو له امله دوه کسان مړه شوي او یو بل ټپي دی. 

د یاد ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند، عابدالله عقاب ویلي، چې دا پېښه تېره شپه په «مکني» سیمه کې شوې ده.

هغه زیاته کړې، چې مړه شوي کسان په کان کېندلو بوخت وو.   

بلخوا تېره شپه د نورستان په نورګرام ولسوالۍ کې هم د غر ښویېدنې له امله ۲۵ کسان مړه او ۸ نور ټپيان شوي دي.

د سیمه ییزو سرچینو د معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې د استوګنې نږدې ۳۰ کورونه هم نړېدلي دي.

باید وویل شي، چې اوسمهال د هېواد په ډېرو ولایتونو کې د واورې ورېدو له امله ځینې لارې هم تړل شوې دي.