د جګړې دوام؛ د لغمان چارواکي: مېرمنې کولای د جګړې په بندېدو کې خپل رغنده رول ادا کړي

د جګړې دوام؛ د لغمان چارواکي: مېرمنې کولای د جګړې په بندېدو کې خپل رغنده رول ادا کړي


  • 3 کاله دمخه (06/08/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1179

د لغمان ولایت چارواکي وایي، د نارینو ترڅنګ مېرمنې هم کولای شي، چې د روانې اوږدې جګړې په بندېدو او د سولې په رامنځته کېدو کې خپل کارنده رول ولوبوي.

دغه څرګندونې نن په لغمان کې د دې ولایت مرستیالې آغلې برېښنا ساپۍ د یوې ولسي غونډې په ترڅ کې وکړې. 

نوموړې په افغانستان کې د روانې اوږدې جګړې د غندنې سربېره وویل، نور باید پرېنږدو چې وسله‌وال مخالفین مو په هېواد کې جګړه وکړي.

آغلې ساپۍ همداراز وویل، چې مېرمنې د جګړې په پای‌ته رسېدو کې مهم رول لري او په وینا یې، که دوی خپلو اولادونو ته سالمه روزنه ورکړي؛ نو بیا به هېڅ‌کله د جګړې ډګر ته ستانه نه‌شي. 

هغې دغه‌راز په سولې کولو ټینګار وکړ او له وسله‌والو طالبانو یې د روان تاوتریخوالي، ورانیو او جګړې ته د پای ټکي اېښودو غوښتنه وکړه. 

ورته مهال په دې غونډه کې یو شمېر نورو ګډونوالو هم په خپلو خبرو کې روانه جګړه بدمرغه وبلله او له ښکېلو خواوو یې د ژر تر ژره په بندېدو ټینګار وکړ. 

دوی وایي، له جګړو ستړي شوي دي او نه‌غواړي، چې نور یې ژوند له کړاوو او ګواښ سره مخ‌کړي.

دا څرګندونې داسې مهال دي، چې اوس‌مهال د افغانستان په ګڼو ولایتونو کې جګړې شدت موندلی، چې له کبله یې زیات شمېر وګړي د خپلو مېنو پرېښدو ته هم اړ اېستل شوي دي.