سرپرست حکومت د هند په ممبی ښار کې د خپلې جنرال قونسلګرۍ لخوا د پاسپورټونو د وېش خبر ورکړی دی.
د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال پر خپله اېکس پاڼه لېکلي، چې یاد وزارت د هندوستان په ممبۍ ښار کې د افغانستان جنرال قونسلګرۍ ته هدایت کړی، څو د پاسپورټونو د ویش پروسه د افغان مهاجرینو، محصلینو او سوداګرو د اړتیاوو د حل په موخه پیل کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې کابل ته د هندوستان د پلاوې تر راتګ وروسته د هند او سرپرست حکومت اړيکې په پراخېدو دي.