د ټولګټو چارو وزارت له سالنګ لويې لارې څخه تر واورې لېري کولو وروسته د یادې لويې لارې د پرانېستل کېدو خبر ورکړی دی.
دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې یاده لویه لاره د دواړو لوریو څخه له نن سهار څخه د هر ډول موټرانو د تګ راتګ پر مخ پرانېستل شوې ده.
یاده لویه لاره له تېرې جمعې راهیسې د زیاتې واورې اورېدلو او د ترافیکو پېښو د رامنځته کېدو د مخنیوي په موخه د تګ راتګ پر مخ بنده وه.