بړېڅ

بړېڅ


  • 11 مياشتي دمخه (16/07/2023)
  • لطیف یاد
  • 812

بړ ېڅ د پښتنو يوه مشهوره قبيله ده چې زموږ پښت پو هان (نسب پيژ ندونکي) يې د سړ بن د ټو لنيز ګروپ پورې تړي او په سړ بني پښتنو کې د ښر خبون په ښاخ ور ګد يږ ي.

د هند په کيمبريج تا ريخ (Cambridge History of India) کې د لر غو ني ار يا يي کتاب رګ ويدا په حواله داسي ليکل شوي دي:" د لسو ملکا نو(وا کمنا نو) جګړه د ويدي زمانې مشهوره جګړه وه٠ په دې جګړې کې لس اريا يې قبيلې ملګرې وې او د بها رتيه نو مې ار يا يي قبيلې د واکمن سو داسه پر خلاف وجنګيدل او په دغو لسو قبيلو کې يوه قبيله پکتهان نو ميده چې او سنی پکتون=پختون=پښتون=پټهان ځينې مراد دی٠

ددغه سو داسه پلار يا نيکه(Devadasa) هم د خپلې قبيلې نا متو واکمن و٠دی د خپلې وا کمنۍ په ز ما نه کې له څو ار يا يي قبيلو سره جنګيدلی چې په هغو کې يوه(Brisaya)ده " افغا ني مؤ رخينو لکه ارواښاد استاد احمد علي کهزاد او ار واښاد علامه عبد الحی حبيبي دغه په ويد کې راغلې"بر يسيه" قبيله بړيڅ بولي٠

دبړ يڅو د قبيلې خيلونه :

بړ يڅ په لو مړي سر کې په دوو پلارو ويشل کيږي چې يو يې "اوتغ  " او بل يې" اوسين" دی٠ اوتغ په لا ند نيو خيلو نو ويشل شو ي دي: داؤد زي، چو پا ن زي، مليزي،بدل زي، ثا بت زي ، شکرزي او بروکي زي٠ او سين هم په لا ند نيو خيلو نو ويشل شويدي : با رکزي، زکو زي، مندو زي، سبازي او راوزي٠

حا فظ الملک حافظ رحمت خان بړ يڅی چې په ١١٤٨ هجري قمري کال کې يې د هند وستان د اتهرا پراديش د ايالت په رو هيل کهنډ کې  خلا صته الانساب ليکلې دی هلته داسې وايي: " اوس بړ يڅي په خپل اصلي وطن ښو راوک کې يوازې پر دغو خيلو نو ويشل شوي دي: بدل زي، زکو زي، مدي زي٠ چو پا ن زي او مليزي د يوسفز يو سيمې ته را کو چيد لي او ز يا تره بيا له هغه ځا يه هند وستان ته تللي دي٠ددغو دوو(زيو) خلک چې په ښو راوک کې پا تې دي ځا نته خاني او د ځمکو ټا کلي جلا بر خه لري٠ د شکر زيو،راوزيو او نورو(بارکزيو،سبازيو،بروکي زيو) شمير لږ وو٠دوی هم په هغو در يو زيو کې مد غم شوي دي٠

د حا فظ ر حمت خان دغه ليکنه وروسته تر ٢٥٠ کلو نو هم اوس هم رښتيا کيږي او دښوراوک د کر نې ځمکې پر نو موړو دريو زيو (بدل زيو، زکو زيو٠مندو زيو) با ندې په دې ډول ويشل شوي دي:

١-د بدل زيو بر خه: د پښين خو اته له غل درې نه تر بادوز يو پورې ( دښوراوک ختيځه سيمه).

٢-د زکو زيو بر خه:له پنج پايه د ريګ تر ولسوالۍ پورې.

٣-د مندو زيو بر خه: له کا ريزه نيولې د بلو څانو تر بريده پورې( د ښوراوک لو يد يزه سيمه)٠

دلته دا هم با يدو ويل شي چې د مندو زيو په بر خه شير اني هم اوس شر يک شوي دي او د بړ يڅو د څلورم خيل په تو ګه پيژ ندل کيږي٠ په خلا صته الا نساب کې بدل زي پر دغو لا ندې پنځو ښا خو نو با ندې ويشل شوي دي: سا لارزي،بيسين زي، ادوړي زي،ملا خيل او دولت خيل٠

حا فظ رحمت خان داهم زيا توي: او ريدل کيږي چې ملا خيل او دولت خيل اوس په  ښو راوک کې نه دي، پا تي د يو سفز يو سيمې ته راغلي او زيا تره يې بيا له هغه ځا يه هند وستان ته را ليږ ديدلي دي٠ په خلا صته الا نساب کې دا هم راغلي دي چې مندوزي او زکو زي هم د بدل زيو په څير پر څو پښو ويشلي دي ،خو دهغوی نو مو نه يې نه دي راوړي٠

د بړ يڅو ټا ټو بی:

د بړ يڅو پخوانی ټا ټو بی دبست تا ريخي سيمه وه چې پښتانه يې کلا بس بولي چې اوس هم هلته بړيڅي يا بړ يڅ ان استو ګنه لري، دفتح خان او رابيا دنکل قهرمان (پتي خان ) د کلا بس له بړ يڅو نه و٠ دتاريخ حيات افغاني په قول د پتي خان پلار اسلام خان نو ميده،پتي خا ن د کو مې خبرې په و جه له خپل پلاراو کو رنۍ نه خپه او خوا بدی شو  او د خپلو څو تنو ملګرو او دو ستانو سره چې د پښتنو په نکلو نو کې يې شمير شپيته بړ يڅي راغلي دي د هند وستان خو اته لاړ٠دا هغه ز مانه وه چې پر هند وستان با ندې مغولي واکمن نو رالدين جها نګير واکمني درلوده٠ويل کيږي چې پتي خان د خپلو زړورو ملګرو سره د سيالکوټ په سيمه کې ددغه مغو لي واکمن د پو ځو نو سره په ډيرې زړورتيا مقا بله  وکړه چې د خپلو ټو لو ملګرو يا شپيتو بړ يڅوسره ووژل شو٠ خو څر نګه چې دی په مسا پرۍ او پر ديسۍ کې ووژل شو  ،نو ځکه په دغه کيسه   کې له سوز او ګدازه ډکې جملې راغلي دي چې دامنظو مه کيسه د پښتنو په حجرو،محفلونو او مجلسو نو کې دساز او سرود سره يو ځای ويله کيږي چې پښتانه يې په ډير شوق او ذوق سره اوري٠

په دغه نکل کې دهلمند پر غاړو باندې د بړ يڅو ګڼه ابادي ښيي٠ کله چې په ١٠٥٨هجري قمري کال پر کند هار با ندې د ايران صفوي واکم ن دويم شاه عباس١٠٥٢-١٠٧٧هجري ٠ق بريد وکړ نو پردل خان بړ يڅي د خپل قبيلوي لښکر سره د ايراني پو ځو نو په مقا بل کې پنځه پنځوس ورځې د کلا بس کلا بندي وسا تله،دغه پيښه هم داسې ښيي چې تر يوولسمې هجري سدۍ پورې لا د هلمند پر غاړو په تيره بيا په کلای بس کې ډير بړ يڅي ميشته وو او دکلا بس پر شا او خوا بړ يڅو خپله خا ني در لوده او خان يې او رنګ خان نو ميده٠

دهلمند پر کيڼه غاړه باندې د ګر مسير او سيستان تر مينځ په لنډي او پلالکه کې اوس درې سوه کوره بړيڅ ميشته دي او دغه بړيڅ د زکو زيو په ايسا زي پښې پورې اړه لري٠ لنډی او پلالکه دوې ويالې دي چې بړ يڅو پخپله کيندلي دي٠ لنډی وياله لو يد يزې او پلالکه وياله ختيزې خو اته پرته ده چې ددواړو تر مينځ تقر يبا لس کيلو متره وا ټن شته٠لنډی او پلالکه له اداري پلوه دهلمند ولايت د ديشو په ولسوالۍ پو رې اړه لري٠ ددغې ولسوالۍ ختيز لورته د ګر مسير ولسوالي پر ته ده٠

د کند هار په ښار کې هم د بړ يڅانو څو کوره شته، مګر ددوی د استو ګنې تر ټولو لو يه سيمه ښوراوک دی چې د لنډی او پلالکه ويالې يې شما ل لو يد يز ته پر تې دي٠

ډپټي حيات خان په حيات افغاني کې چې١٤٦کلونه د مخه يې کښلی دی ليکي چې اوس په ښوراوک کې تخمينا درې زره کوره بړ يڅ استوګنه لري٠ د حيات افغا ني په دغه شمير کې شيراني هم راځي٠ دښوراوک د خلکو شمير د" اتلس قر يه های افغا نستان" په ١٣٤٩ مخ کې ليکلي دي تقريبا يوولس زره تنه دي چې په دغو کې تقر يبا دوه زره تنه بړ يڅان دي او د هغې سر شمير نې له مخې چې په ١٣٥٣ لمرېز کال په کا بل کې خپره شوې ده د ښوراوک د بړ يڅو شمير پر ته له شير انيو نهو زرو تنو ته رسيږي.

د(Dictionary of the pathan Tribes) په ٢١٠ مخ کې ليکل شوي دي"څه بړيڅي په کوټه، پښين او څاګي کې او سيږي،ددغه قبيلې زياتره خلک د افغا نستان په ښو راوک کې ميشته دي."

دولس مجلې د ١٩٦٨ زيږديز کال د اکتو بر په ګڼه کې عا بد کښلي دي:" بړيڅي د کو يټي ډويژن په شرارود نو مي ځای کې له عيسی خيلو سنټيا کا کړو سره ميشته دي او په کو يټه کې هم بړ يڅ او سيږي."

د پټهان کتاب چې دانګرېزي مؤ رخ سر او لف کيرو له خوا ليکل شوی دی په سلم مخ کې داسي راغلي دي:" د بړ يڅو څو کوره دکويټې د بو لان د حکو مت په څا ګي کې هم شته او څه بړ يڅي په نو شکي کې هم اوسي٠ څه اکازي، اليک زي او وسمي زي بړيڅي( چې له نسبي لحا ظه په مندو زيو ور ګډ يږي) په بو لان کې له سنجر انيو بلو څو سر ه ميشته دي او اوس يې خپله ژبه له لا سه ور کړې ده٠ د دغو بړ يڅو شمير سلو مړو ته رسيږي٠

ملک صالح محمد لهري د بلو چستان نو مې کتاب په٥٥ مخ کې ليکلي دي:" په ١٩٥١ ع کال کله چې په بلو چستان کې د نفو سو سر شمير نه وشوه د بلو چستان د بړ يڅو شمير ٤٩٦٥ تنه و و٠ "

په صولت افغاني کې چې دزردار خان ناغر تا ليف دی راغلي دي:" بړ يڅ په هندو ستان کې هم اوسي او دجهجرو پر ګنه د بړ يڅا نو ده٠ په ١٨٥٧ کال کې چې هندوستانيان د انګر يزي ښکيلاکګرو نه د خپلواکۍ د تر لاسه کو لو له پاره را پورته شول د جهجر بړ يڅی رئيس هم ددغو غا ز يا نو ملګری و،انګرېزانو چې بری وموند  دغه بړ يڅی رئيس يې هم پر دار و ځړاوه." 

دجهجر پر ګنه د ډهلي او عليګړ تر مينځ پر ته ده، په اداري لحاظ داتهراپرديش ايا لت د سکندر اباد په ډيسټرکټ (ولسوالۍ) پورې اړه لري٠سکندر اباد د هند پښتون واکمن سلطان سکندر لودي(٨٩٤-٩٢٣هجري قمري) ته منسوب دی٠

همداراز بړيڅ د هند داتهراپرديش د ايالت د رو هيل کهنډ په ښا رونو کې هم شته په تيره بيا د بريلي سيمه  د بړ يڅو نه ډکه ده٠

د پټهان د کتاب په سلم مخ کې راغلي دي چې دهند دمهارا شټرا په ايالت کې د بړوچ په نا مه ښار هم بړ يڅو ته منسوب دی٠

ښوراوک:

 دښوراوک سيمه داوسني کند هار په جنوب لو يديزه څنډه کې پر ته د ه چې ځا نته جلا ولسوالي ده،دريګ په نامه يوه علا قه داري هم په دغې ولسوالۍ پو رې تړ لې ده٠ د ښوراوک د سيمې شمال لويديز ته  ريګ(ريګستان) پروت دی٠ دغه ريګستان په شمال کې دسپين بو لدک تر حدودو او په لو يد يز افغا نستان کې د غر بي پو لې پورې غځيد لی دی٠لمر خاته خو اته يې د خو اجه عمران غر دی چې له پښينه ښوراوک جلا کوي٠ د جنوبي ډډې غر ونه يې د بر اهوي بلو څو ټا ټو بی دی چې په نو شکي پورې اړه لري٠ د ښوراوک ځمکه ښوی ډاګ دی اود دغه ډاګ په مينځ کې هيڅ غر نشته،ځمکه يې مټينه ده٠ دښوراوک د پر اخوالي په اړوند د صو لت افغاني دتاريخ په ٣٤٧ مخ کې راغلي دي:" ښوراوک نسبتا مربع شکله پروت دی چې هره ضلعه يې شپيته ميله او ږدوالی لري."

د صو لت افغا ني دغه ليکنه د حيات افغاني د ١٥٣ مخ نقل دی٠ داتلس قر يه های افغا نستان په ١٣٤٩ مخ کې د ښوراوک د ټو لې ولسوالۍ پراخوالی ٤٩٦٤ مر بع کيلو متره راغلی دی،خو ارواښاد قا ضي عطاؤالله خان په خپل اثرچې دپښتنو تا ريخ نو ميږي د ښوراوک ټو له سيمه شپيته ميله ښو دلې ده٠ دارواښاد قا ضي صاحب دغه ليکنه داسې تو جيه کيد لای شي چې ده يو ازې د ښوراوک اباده ځمکه شپيته مر بع ميله بللې وه چې د بړ يڅو کر وندې او ټا ټو بی دی او د نوي او زاړه ښو راوک په نا مه يا ديږي٠

په قا موس جغر افيايي افغا نستان کې د ښوراوک کلي ٢٧ ښو دل شوي دي٠ په دغو کليو کې تر ټو لو لوی کلی د بادرزو دی چې تقرېبا ١٢٠٠ پکې اوسي٠ په زيا تره کليو کې دوه درې کوره بر اهو يان هم شته چې نا رينه يې د کلي سا روانان او شپا نه دي او ښځمنې يې کمبلې، جو الونه، خورجينونه او دستر خو انونه اوبي.

کلي او کو رونه:

د ښوراوک د بړ يڅو کور په يو ه ساده کو ډۍ(کو ډله) کې وي چې په بيضوي بڼه د غزو له پنډو لښتو نه جوړه شوې ده چې څلور پنځه دانې يې يو ځای په ځمکه کې له يوې خوا او بلې خوا د نيمې دايرې په توګه  سره اينجتې کړي  وي چې پر سر يې کيړه ور اچوي٠کيړه د غزو له لښتو ياغوړګو او کړ کو  نه د ټغر په بڼه جوړ شوي وي چې د خو نو په پو ښښ کې يې پر تير انو اچوي٠ هغه کو ډۍ چې د ژمي له پاره وي پر کيړه سر بيره يې ا خيړوي٠ خو ني يې څلور ديوالونه لري او چت يې له يوه او ږده تير او د غزه له لښتو نه داسې جوړ کړی دی لکه عصري څادر پو ښه کو رونه٠ دغه خونې او کو ډلې يوه دبلې اړخ ته په بيضوي يا مستطيله بڼه يو لړ پر له پسې پر تې وي٠ پر شا وخوا با ندې د ښاري ډوله کو رو نو په څير ديو الو نه لري او زياتره کو ډلې بې دروازې وي، دا ځکه چې په بړ يڅو کې مخ پټی او غلا نشته٠

کښت او کر:

 دښوراوک دوبی ډير تود او ژمی يې  معتدل دی٠ څه شمير تره کي او خروټي کو چيان د ژمي په مو سم کې ځا نو نه ښوراوک ته رسوي٠ د ښو راوک کښت په باران دی،يوازې يو کا ريز ګی پکې شته چې پر هغه هم دوه درې کوره اباد دي او نورې بها ندې او به نه لري٠غنم،اوربشي او با جرې په للمي ډول کرل کيږي٠څه للمي پا ليزونه هم کري٠

د ښو راوک د بړ يڅو سپين ږيري وايي زموږ نيکه ګانو چې په ښو راوک کې واړول کښت يې په با ران و او له لوړې نه يې ځمکې نه خړو بيدلې٠لوړه د يوه رود نوم دی چې دتو بې له غره نه راوځي چې اوږدوالی يې ٢٥٠ ميله دی،لوړه ژوره ده او غاړو ته يې اوبه نه خيژي٠

ستر ستانه حاجي محمد خيشکي دوی و هڅول چې ويالي وکاږي او له لوړې نه اوبه خپلو کر وندو ته و خيژوي٠بړ يڅو د حا جي نيکه خبره ومنله، ليڅې يې را ونغښتلې او لو ړې ته يې او مه بند ونه وا چول٠دوی لويې ويا لې ځينې وکښلې٠يوه وياله د بدل زيواو زکو زيو وه او بله وياله د مندوزيو وه چې شير اني هم پکې شر يک شول، له د غو ويالو نه يې بيا کو چنۍ ويا لې جلا کړې چې په د غو کې شپږ ويالې يوازې د مندو زيو دي٠

وروسته داوبو د هغه بند په اغيزه چې دپښين په ملوزو کې لوړې ته واچول شو، دلوړې اوبه ښوراوک ته ونه رسيدې او ښوراوک يې په يوه بې او بو ميره بد له کړه٠اوس د ښوراوک دخلکو کښت وکر دباران په او بو دی٠څه اوبه په اوښا نو له څاه ګا نورا کا ږي٠ څاه ګا نې يې شپيته اويا متره ژورې دي٠ د څاه ګانو او به يې تروې دي،نو ځکه دوی ناوران(څليرونه) هم لري٠ په نا ورانو کې دباران او به زير مه کوي٠ دڅاه او ناور په اوبو دښوراوک خلک خپلې اړتياوي پوره کوي، ځيني يې اودسو نه تا زه کوي ،لو ښي او کا لي پرې مينځي او څا روي پرې اوبه کوي٠ دڅاه ګانو او نا ورونو او به دو مره نه دي چې دکښت او کر له پاره ځيني کار وا خلي٠ د ښوراوک ځمکه ډيره د ه او اوبه يې لږې دي، ځکه نو ځينو ځمکو ته د کر هڼي وار پس له څلورو پنځو کلو نو ور رسيږي،له دغه امله يې ځمکه خورا زوروره وي، ډير حا صل ورکوي او سرې ته يې اړتيا نشته٠

د ښوراوک ټول خلک په پښتو خبرې کوي او د خلکو په محا وره کې يې دډيرو متلو نو د کارولو نه داسي څر ګند يږي چې د فو لکلوري ادب خزانه يې ډيره بډايه ده٠

د بړ يڅو ډير شمير وګړي په هند وستان کې استو ګنه لري او دا هغه پښتا نه دي چې د افغا ني فا تحينو سره هند ته تللي دي اوس يې پاتي کسان ځا نونه هغو کسا نو ته منسوب ګڼي چې د هند وستان په تا ريخ کې نوم او نښان لري٠

يو له دغو کو رنيو نه دحا فظ الملک رحمت خان بړيڅ کو رنۍ ده چې په اصل کې د کند هار دښوراوک   و چې دهندوستان په رو هيل کهنډ کې حکمران و٠ حا فظ رحمت خان په هند کې دابدالي احمد شاه دفتو حا تو او سو بو ملګری و او دده زامن او وريرونه د رو هيل کهنډ ډير نا متو حکمرانان وو٠ پخپله حا فظ رحمت خان د افغا ني فر هنګ په بډاينه کې ډيره لو يه ونډه اخيستې وه او ځينې داسي تا ريخي متون دده په پا ملرنه دورکيدو او هيرې نه ژغورل شوي دي چې هغه نن د سترو علمي اسنادو په جمله کې ډير هسک ځای لري٠

تواريخ حا فظ رحمت خاني چې پير معظم شاه ته منسوب دی ،اصلي متن يې د حا فظ رحمت خان په سپا رښت ليکل شوی دی او دا يو داسي غنيمت اثر دی چې د پښتني اقوامو او قبايلو د ليږ ديدنو او نورو ټو لنيزي او سيا سي منا سبا تو ډيرې خبرې په کې پر تې دي٠

د ١٨٥٧ع کال په ډسمبر کې انګرېزانو د ډيلي پر ښار ير غل وکړ٠ مغولي واکمن بها در شاه ظفر په ډ ار سره ځان انګر يز انو ته تسليماوه ،خو پښتون جنرال بخت خان هغه ته ډاډ ورکاوه چې د انګر يزانو مخه به ونيسي٠جنرال بخت خان دانګريزانو په وړاندې دو مره خنډونه را مينځ ته کړل چې د کشميري دروازې او لال کلا تر مينځ واټن انګر يزان په پنځو ورځو کې وواهه.

دغه جنرال، پا چا د تسليميدو نه ونه شو ګرځولای،نو کله چې پا چا تسليم شو، جنرال بخت خان له ډيلي نه لکهنو ته لاړ او له هغه ځا يه د هندوستان غر ونو ته وخوت او پسي ورک شو چې تر ننه يې بيا چا پته ونه مو ندله٠

د ښوراوک خلک وايې کله چې د ډيورنډ کر ښه ټا کل کيد له نوا نګر يزانو په خپله نقشه کې ښوراوک د افغا نستان نه ايستلی و، خو سمندرخان بړ يڅ د خپلو سپرو سره پر کو يټي بر يد وکړ او دو مره لوی خطر ونه يې انګر يز انو ته متو جه کړل چې هغوی په دې را ضي شول چې ښو راوک د ډيورنډ د کر ښې افغاني خواته وټاکي٠

بړيڅ قوي او پيا وړي خلک دي٠ دوی دکار نه تر فا رغيدو وروسته بيلا يبل سپور ټو نه لري چې عمده سپو ر ټو نه يې غيږ ده٠ د ميلو په ور ځو او ودونو کې اتڼونه کوي او د بړ يڅو اتڼ ځا نته نوم لري٠ دوی په اتڼ کې ټو پکونه خو ځوي او کله  چې اتڼ تود شي نو په همدې ټو پکو ډزې کوي٠ د سپوږمۍ په څو ار لسمه شپه د سپو ږمۍ په رڼا کې ځو انې ښځې او پيغلې اتڼونه کوي او سندرې وايې٠ دوی د زوی زيږيدنه نيکمر غه بولي او په هغه کورنۍ کې چې زوی وزيږي خير اتو نه کوي او دهلک دنوم د ايښودلو پر وخت سندرې وايې او اتڼو نه کوي٠

د بړيڅو نامتو  مشا هير:

1- شيخ بستان بړيڅ مړ ١٠٠٢ هجري کال چې بستان الا وليا دده تاليف دی٠

٢-حا فظ الملک حا فظ ر حمت خان چې په ١١٤٨ هجري قمري کال يې په رو هيل کهنډ کې خلا صته الانساب ليکلی دی او په هندوستان کې د پر نګيانو سر سخته دښمن و ٠

٣-جنرال بخت خان بړيڅ چې په هند کې د پر نګيانو پر خلا ف مبارزه کوله٠

٤-شيخ ثا بت بړيڅ 

٥- ملا فا ضل بړيڅ

٦- فتح خان بړ يڅ

٧- پردل خان بړ يڅ

٨- نو رخان بړيڅ

٩ -محبت خان بړيڅ

١٠-سمندر خان بړيڅ

٠١١-اسلم خان بړ يڅ٠

په هندوستان کې  اسلامي عالم  احمد رضاخان بر يلوي(١٨٥٦ - ١٩٢١) زيږديزچې په اعليحضرت امام رضا خان بريلوي سره   شهرت لري هم بړيڅ پښتون تير شوی دی٠

همداراز پو هاند دکتور نور احمد بړ يڅ چې د افغا نستان د عامې رو غتيا وزير  ا و  يو پوه او تجربه لرونکی متخصص او علمي شخصيت و هم د بړ يڅوقبيلې ته منسوب و٠