کابل کې د تېر ماښام چاودنې له امله دوه کسان وژل شوي

کابل کې د تېر ماښام چاودنې له امله دوه کسان وژل شوي


  • 2 کاله دمخه (20/06/2022)
  • سمیر احمد
  • 747

سمسور (۳۰غبرګولی۱۴۰۱) د کابل امنیه قومنداني ویاند خالد ځدراڼ تېره شپه ناوخته پر خپل ټوېټر پاڼه لیکلي، چې تېر ماښام په کابل کې یوې چاودنې دوه کسان وژلي دي.

نوموړي دغه راز لیکلي، چې دغه چاودنه په خواجه بغرا سیمه کې شوې، چې له کبله یې په یوه کرولا ډوله موټر کې ناست دوه کسان وژل شوي. 

ویل کېږي، چې په دې پېښه کې ۴ کسان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي.

تر اوسه د دې پېښې مسوولیت کوم چا یا وسله‌والې ډلی نه دی منلی، خو تېره شنبه د کابل په کارته پروان کې د سکانو پر درمسال د برید مسوولیت داعش ډلې په غاړه اخیستی و.