عمران خان: ایران او پاکستان باید تالېبانو سره مرستې جاري وساتي

عمران خان: ایران او پاکستان باید تالېبانو سره مرستې جاري وساتي


  • 2 کاله دمخه (14/10/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1171

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د ایران لوړ پوړو امنیتي چارواکو سره کتلي او د افغانستان پر روان وضیعت یې خبرې کړې دي.

د راپورونو له مخې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ویلي چې د افغانستان ثبات د ټولې سیمې لپاره مهم دی او دده په وینا ایران او پاکستان ته په کار ده چې دلته د ثبات راوستو په برخه کې همغږۍ ډېرې کړي. عمران خان دغه راز ټینګار کړی چې په افغانستان کې د ثبات لپاره باید د افغانستان د ټولو ګاونډیو هېوادونو یو ځانګړی ګروپ رامنځ ته شي څو په دغه هېواد کې د دایمي سولې او ثبات لپاره هڅې وکړي.

باید یاده شي، چې پاکستان تر دې وړاندې هم د تالېبانو لپاره د نړۍ والو هېوادونو په منځ کې لابي شروع کړې او هڅه کوي، چې یاد حکومت د نړیوالو له لوري په رسمیت وپېژندل شي.