ضمیرکابلوف: د دوحې هوکړې ماتېدل به ناوړه پایلې ولري

ضمیرکابلوف: د دوحې هوکړې ماتېدل به ناوړه پایلې ولري


  • 3 کاله دمخه (03/03/2021)
  • محمد عزیر ستانکزی
  • 1111

مسکو د دویم پړاو بین الافغاني مذاکرات تر بیا پيل وروسته د افغانستان سولې په اړه د یوې نړیوالې ناستې ترسره کولو هوډ څرګند کړی او پر دواړو لوریو یې غږ کړی چې نرمښت وښيي او ملي جوړجاړي ته غاړه کېږدي.

ضمیر کابلوف له تاس خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي چې د افغانستان سولې په اړه دایرېدونکې ناستې لپاره هڅې روانې دي.

پدې ناسته کې به امریکا، پاکستان، چین او په ډېر احتمال ایران هم پکې ګډون ولري.

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وايي(( موږ له دواړو لوریو طالبانو او افغان دولت څخه غواړو چې نرمښت وښيي او ملي جوړجاړي ته غاړه کېږدي. موږ د یو پړاو بین الافغاني مذاکراتو کوربه توب ته چمتووالی لرو او په دې اړه هلې ځلې روانې دي په دې ناسته کې امریکا، چین، پاکستان او په ډېر احتمال ایران ګډون کوي.))

روسیې دا ډول له متحده ایالاتو او طالبانو غوښتي چې د دوحې د سولې هوکړې ته ژمن پاتې شي ځکه د روسي چارواکو په وینا د دوحې هوکړه لیک د ماتېدو پایلې خطرناکې دي.

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف زیاتوي(( له طالبانو سره تماس کې مو یو څه وکولای شو د افغانستان مسئلې حل سره مرسته وکړو، مسکو ته د طالب پلاوي سفر په دې اړه د مشورو لپاره وو، او د امریکا او طالبانو ترمنخ د دوحې هوکړې پر عملي کېدو باندې مو ټینګار وکړ.))

په ورته مهال د افغانستان لپاره د روسيې ځانګړې استازی یوځل بیا له افغانستان څخه د ټولو بهرنیو ځواکونو پر وتلو ټینګار لري خو وايي د روان میلادي کال مې میاشت پورې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو بشپړ وتل ځکه ناممکن دي چې امریکا ورته هیڅ ډول تابیا نه ده نیولې.

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وايي (( د روان میلادي کال تر مې میاشت پورې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو بشپړ وتل ناممکن ګڼو. له تخنیکي لحاظه دا کار ناشونی دی. خو له دې سره موږ له دواړو طرفونو غواړو چې د دوحې توافقنامې عملي کېدو ته ژمن پاتې شي ددې هوکړې ماتېدل به د افغانستان لپاره ناوړه پایلې ولري.))

روسیه داسې مهال د افغانستان مسئلې حل لپاره د دوحې توافقنامې پر عملي کېدو باندې ټینګار کوي چې سپینه ماڼۍ د یادې توافقنامې ارزونه کوي.