- 3 کاله دمخه (21/09/2020)
- ننګيالی همدرد
- 1163
هغه خبرې ټولې غلطې شوې چې د بلخ د شهنشاه پر وړاندې څوک غبرګون نه شي ښوولای، تر دې چې مرکزي حکومت يې هم پر وړاندې بېوسه دی.
سمه ده، مرکزي حکومت يې له تېرو څوارلسو کالو پر وړاندې بېوسه و، خو د خلکو زور د خدای زور.
له تېرو دوو ورځو د شمال بلخ مېشتی خيالي سلطان وېرې پسې اخيستی دی.
دی پوهېږي، خپلې مخينې ته ګوري چې څوک ورپسې راپاڅېدلي دي. نه يې په خپله توره باور دی او نه پر خپل ډال يقيني دی چې د کوم سيمهييز سياسي ګوذار مخه دې ونيولای شي.
نور، اوس د کابل په سياسي بازار کې د ځان پر وړاندې د پيدا شوي شورش د غلي کېدو لارو چارو پسې ګرځي. هماغه کابل چې څو کاله وړاندې يې د بلخ په سياست وېراوه.
د شمال سلطان عطا محمد نور د بلخ ازبکانو او هزارګانو ته د پښتنو ګمان کړی و. داسې يې انګېرله چې ازبک او هزاره هم د شمال د پښتون په څېر بېمشره او بېسياسي مسيره قومونه دي.
ده داسې فکر کاوه چې جنرال دوستم او د بلخ د ولايتي شورا هزاره وکيلان به همدومره د خپلو قومونو پر وړاندې له عملي سياست څخه لېرې وي، لکه جمغه خان همدرد چې د خپلو پښتنو پر وړاندې بېتګلارې مشر دی.
کله چې د بلخ ولايتي شورا ته د تېر ځل په پرتله ازبک او هزاره وکيلانو ډېره لاره پيدا کړه، نو له همدې ځايه د بلخ ولايت مقام پر وړاندې د سياسي ګوذارونو لړۍ پيل شوه.
تېر کال د بلخ ولايتي شورا رييس هزاره وکيل محمد ابراهيم خيراندېش و، د چا د رياست پر مهال چې به هر اوونۍ رسنيو د ده د مستقيمو نقل قولونو په مرسته د بلخ د ناسمې حکومتدارۍ اړخونه بربنډول.
روان کال، د بلخ سرپرست والي د ولايتي شورا په تشکيلاتي ټاکنو کې نرۍ لاسوهنه وکړه، د خيراندېش پر ځای ډاکټر محمد افضل حديد د بلخ ولايتي شورا د رييس په توګه د جوړو شويو تشکيلاتي ټاکنو په ترڅ کې وټاکل شو.
افضل حديد چې د عطا محمد نور د زور تر سيوري لاندې د ولايتي شورا په چوکاټ کې د سيمهييزې ناسمې حکومتدارۍ هره پړه پر مرکزي حکومت اچوي.
د نوي کال په درشل کې د عطا محمد نور د شاو خوا کسانو د ناسم سياست له امله په مزار شريف ښار کې د جنرال دوستم د تصويرونو په کښته کېدو انډوخر په دغه ولايت کې د سلطان پر وړاندې د ۱۲ کلن طلسم د ماتولو يو سست ټيسټ غوندې و.
د تصويرونو د کښته کېدو په پلمه د ازبک، هزاره سياسي محرومينو د عطا محمد نور پر وړاندې د خلکو د راپورته کېدو لپاره تبليغاتي چارو ته زور ورکړ.
دا يوه خبره روښانه ده چې په بلخ کې د حکومتدارۍ، د ناسمو انکشافي کارونو، د انحصاري سياست او د ځمکو غصب په تړاو دومره سوړې دي چې يو ماشوم سياست مدار ترې هم د بلخ د شهنشاه د پرزېدو لپاره ښه کار اخيستای شي.
نوره که کيسه هر لوري ته روانه وي؛ خو جنرال دوستم او په ځانګړې توګه جنبش ګوند دې ته تږی دی چې څرنګه له عطا محمد نور او له جميعت ګوند څخه د تېرو څوارلسو کالو حساب واخلي.
دلته له ازبک سره په سياسي ډګر کې د هزاره قوم نږدېوالي لا هم د جنبش ځواک پياوړی کړ او د تخت د پرزېدو شېبې يې رالنډې کړې.
نور، دغو دواړو قومونو ته د خوارو پښتنو ګمان کړی و چې د سياسي مشرتابه د نشتوالي او يا هم د جمعه خان همدرد په شتون کې د سم سياسي مشر د نه پيدا کېدو له امله، خو يا ازاد او بېغرضه پاتې شول او يا د والي د غضب سيوري ته کښېناستل.
له عطا محمد نور سره په روانه جګړه کې به ممکن د جنبش بوغمې سړې شي؛ خو که مرکزي حکومت له دغه حالته ګټه پورته کړي، نو افغانستان به ګټه کړې وي.
د بلخ شهنشاه اوس په سيمهييزه کچه هغه پخوانی زورور نه دی، له تېرو څو مياشتو يې پر وړاندې شويو خبري ناستو او لاريونو خوا سسته کړې ده.
دی اوس د مرکز يانې د کابل د سياست له لارې په بلخ کې د ځان پر خلاف د غږ چپ کېدو په لټه کې دی. مرکزي حکومت ته بويه چې د بلخ د ازبکانو او هزارهګانو هومره سياست وکړي او په کابل کې د شمال د خيالي پاچا د دربار ډمې نڅا ته پرې نه ږدي.
نور، اوس د جنګ هغه سرتېري ته ورته دی چې د زغرې په اغوستو سربېره هم، د ځان پر دفاع شکمن وي.
له روان حالت څخه بايد مرکزي حکومت ګټه پورته کړي، د نور خيالي بادشاهي بايد پای ومومي، خو په دې شکل نه چې بلخ له جميعت ګوند څخه واخله او جنبش ته يې حواله کړه.
دا به د بلخ له زاويې ټول وطن له نوي ناروين سره مخ کړي.
د سمې حکومتدارۍ له لارې د خلکو د خدمت لپاره بستر جوړول په کار دي، که چېرې د بلخ د روانو حالتو له لارې مرکزي دولت دغې چارې ته لاره هواره کړي؛ نو اغېز به يې د ټولو ولايتونو پر حکومتدارۍ پرېوزي چې د کورني سياست په دايره کې به يو نوی محور پرانيستل شي.
سرخط ورځپاڼه