د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي چې په افغانستان کې د ټاپي پروژې عملي کار روان دی.
هغه پر خپل اېکس پاڼه کې په هېواد کې د دې پروژې د کار یوه ویډیو خپره کړې ده.
د يادونې وړ ده، چې د دغې پروژې د لومړي فاز چارې، چې ۱۵۳ کيلومتره اوږدوالی لري، د روان کال د چنګاښ په مياشت کې په هرات ولايت کې پيل شوې.
د کانونو او پټرولیم وزارت د چارواکو په وینا، د دغې پروژې لومړی فاز به په راتلونکو درېیو کلونو کې د ۶۰۰ میلیونو امریکايي ډالرو په لګښت بشپړ شي، چې د ترکمنستان له خوا ورکول کېږي.
د ټاپي پروژه ۱۸۱۴ کیلومتره اوږدوالی لري چې له مخې به یې د ترکمنستان ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته ولېږدول شي.