پاکستان لاهم افغانستان ته د هند مرسته شویو غنمو د لېږد اجازه نه‌ده ورکړې

پاکستان لاهم افغانستان ته د هند مرسته شویو غنمو د لېږد اجازه نه‌ده ورکړې


  • 2 کاله دمخه (29/12/2021)
  • سمسور پریس
  • 1162

سمسور پریس (چهارشنبه د مرغومي۸) پاکستان تراوسه له افغانستان سره د هند د مرسته شویو ۵۰ زره ټنو غنمو او درملو د لېږدولو اجازه نه ده ورکړې.    

هندوستان ټایمز رپوټ ورکړی، چې پاکستان د واګه بندر له لارې د غنمو د لېږد لپاره ډېر شرایط اېښي او هند ته یې ویلي چې دغه پنځوس زره ټنه غم باید په دسمبر میاشت کې ولېږدول شي. 

خو د هند په بهرنیو چارو وزارت کې مسوولینو ویلي، چې په اوسني وخت کې د ورځې کابو دېرش تر ۴۰ لارۍ واګه بندر ته ځي او په لږ وخت کې ددغو غنمو لېږدول ناشوني دي.

همدا څه موده مخکې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ویلي و، چې له افغانستان سره د مرستې لپاره افغانستان ته د ځمکې له لارې د هند غنمو د لېږد اجازه ورکړې ده.