د کراچۍ له زندانونو ۶۰ افغان کډوال را خوشې شول

د کراچۍ له زندانونو ۶۰ افغان کډوال را خوشې شول


  • 10 مياشتي دمخه (25/09/2023)
  • سمسور نیوز
  • 503

د پاکستان کراچۍ ښار کې د افغانستان قونسلګري وایي، چې د دغه ښار له بېلابېلو زندانونو ۶۰ افغان کډوال ازاد شوي دي. 

یادې قونسلګرۍ نن دوشنبه ( د تلې ۳مه) پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې په خوشې شویو کسانو کې ۱۰ ماشومان هم شامل دي.

دغه ټويټ کې راغلي، چې خوشې شوي بندیان د چمن له لارې افغانستان ته لېږدول شوي دي.   

د سرچینې د معلوماتو له مخې، دمګړۍ ۹۰۰ افغان کډوال د کراچۍ ښار په بېلابېلو زندانونو کې بندیان دي او د هغوی د راخوشي کولو لپاره هڅې روانې دي. 

دا په داسې حال کې ده چې په ورستیو اوونیو کې پاکستان د افغان کډوالو د نیولو لړۍ تېزه کړې ده او تر اوسه یې سلګونه تنه نیولي او زنداني کړي دي.