سمسور (۵چنګاښ۱۴۰۱) سرپرست افغان حکومت یو وار بیا له امریکا د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ د خلاصېدو غوښتنه کړې ده.
د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي ویلي، چې امریکا دې دغه راز پر افغانستان لګېدلي بندیزونه لېرې کړي.
نوموړي ویلي، چې دوی دا غوښتنه په هېواد کې د زلزله ځپلو سیمو سره په ښه توګه د مرستې کولو په خاطر کوي.
د امریکا د ولسمشر جو بایډن په فرمان کې، چې د فبروري د میاشتې په ۱۱ مه یې صادر کړ، د افغانستان د مرکزي بانک د کنګل شویو پیسو څخه ۳.۵ ملیارده ډالر د بشري مرستو یو صندوق ته ورکړل شوې او پاتې برخه یې یوې حقوقې دعوې ته ساتل شوي، چې په متحده ایالاتو د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د میاشتې د ۱۱ مې په ترهګریزو بریدونو کې د وژل شویو کسانو د کورنیو غړیو کړې ده.