کرزی: ملي سوداګرو او مرستندویه بنسټونو باید له قربانیانو سره مرستې وکړي

کرزی: ملي سوداګرو او مرستندویه بنسټونو باید له قربانیانو سره مرستې وکړي


  • 4 مياشتي دمخه (16/07/2024)
  • سمسور نیوز
  • 103

پخوانی ولسمشر حامد کرزي وایي، په ننګرهار کې د سیلابونو له امله خلکو ته د ور اوښتو ځاني او مالي زیانونو خواشینی کړی.

 

ښاغلي کرزي په خپله اېکس پاڼه لیکلي:"کومو هېوادوالو مو چې دې دردونکې طبیعي پېښه کې ژوند له لاسه ورکړی، د فردوس جنت او ټپيانو ته د عاجلې روغتيا هيله کوم."

 

هغه له ملي سوداګرو او مرستندويه موسسو څخه غوښتي چې د دغې پېښې له قربانيانو سره اړينې مرستې وکړي.