سمسور (۱۶غبرګولی۱۴۰۱) امریکا یو وار بیا پر نوي حکومت غږ کړی، چې له نړیوالې ټولنې سره دې پر خپلو کړیو ژمنو عمل وکړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په تازه څرګندونو کې ویلي، چې که د افغانستان نوی حکومت له نړیوالې ټولنې سره ښې اړیکې غواړي؛ نو غوښتنې یې باید ومنل شي.
هغه ویلي، چې نوي حکومت وروستیو کې اندېښمنونکي اقدامات ترسره کړي دي چې له نړیوالې ټولنې سره یې د تعامل پر ځای واټن رامنځ ته کړی دی.
نوموړي همداراز زیاته کړې، چې د ا.ا مشرانو د سفرونو د بندیزونو په تړاو به هم ژر پرېکړه وشي.
د نهو میاشتو په تېرو لا هم د ا.ا حکومت نړیوالې ټولنې په رسمیت نه پېژندلی دی.