معصوم ستانکزی وایي، له طالبانو سره به د بهرنیو وسله والو په اړه ژور بحث وکړو.

معصوم ستانکزی وایي، له طالبانو سره به د بهرنیو وسله والو په اړه ژور بحث وکړو.


  • 4 کاله دمخه (30/12/2020)
  • کامران احمدزی
  • 1549

معصوم ستانکزی وایي، دکلونو جګړه په کم وخت کې د حل وړ نه ده.

د افغان مذاکراتي پلاوي مشر معصوم ستانکزی وایي، افغانان نور له جنګه ستړي شوي، نوموړي نن یوې خبرې غونډې ته ویلي، چې د خبرو په راتلونکي پړاو کې په پوره توان له تېرو لاسته راوړنو ننګه او دفاع کوي. ستانکزي ويلي د راتلونکي پړاو خبرو کې، اوربند عادي ژوند ته د طالبانو بېرته راګرځیدل او د قربانیانو د کورنیو حقونه شامل دي. ستانکزي همدغه راز زیاته کړې، چې په بدخشان او یو شمیر نورو سیمو کې بهرني وسله وال شته، چې له طالبانو سره به د خبرو په میز کې پرې ژور بحث کیږي ترڅو له سولې وروسته نورې ترهګرې ډلې دافغانستان امنیت ونه ګواښیي.