د "مار تر غاره" پورې تللی پلاوی


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • سرخط ورځپاڼې تحليل
  • 1158

 يوه خطا، دوه خطا، نو نه همېشه خطا؟

پنځه زره کلن ولس، نور پر خپله ږيره د شپېته کلن ماشوم لوبې نه شي زغملای

 په کابل کې تر وروستيو خونړيو بريدونو وروسته ولسمشر په خپل غبرګون کې پاکستان پړ وباله چې دوه مخي يې کړې، د سولې پر ځای يې د جګړې اعلان کړی او دوه اوونۍ وخت ورکوي چې لارې ته راشي، کنه، ګيله دې له ځانه کوي. 
تر هغه وروسته د تېرې پنجشنبې په ورځ يو لوړپوړی افغان پلاوی له غوسې، ګيلې، قهر او بلا سندونو سره يو ځای پر اسلام ورکښته شو، خو کابل ته راتګ يې، پاکستان ته د شلګونو هغو سفرونو پای ته پاتې کېده چې په پښېماني پای ته رسېدلي وو. 
تمه وه چې افغان پلاوی به دا ځل مخامخ هغه اسناد د سرتاج عزيز سترګو ته ونيسي چې په ډاګه کوي، پر کابل وروستي بريدونه په پاکستان کې پلان شوي او پکې ګڼ شمېر بې‌ګناه افغانان د دغه هېواد د پوځ او استخباراتو په مرسته شهيدان شوي. 
ټاکل شوې وه چې دا پلاوی به له پاکستان څخه د سولې خيرات نه غواړي، بلکې شرط به ږدي چې پاکستان دې په خپله لمن کې د نغښتيو مارانو سرونه وکوټي، کنې ګيله دې بيا له ځانه کوي. 
خو د پاکستان دولتي راډيو خبر ورکړ چې افغان لوري له پاکستانيانو سره د اړيکو پر پياوړتيا، د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې په توندولو، د يو بل د ګټو ساتلو او په دې سربېره، د افغانستان د سولې په اړه، خوږې خبرې وکړې. 
بوډا سرتاج عزيز پخواني وعدې کړې، افغانستان يې ورور بللی، ځيګر يې ډبولی چې د افغانستان ارامولو لپاره به خولې تويوي، د کابل د بريدونو په اړه به څېړني کوي او که کوم اسناد په لاس ورغلل کابل ته به يې سپاري. نو هغه زموږ اسناد څه شول چې پلاوي ور وړي وو؟
يوه خطا، دوه خطا، نو نه همېشه خطا؟
له هغې نېټې چې د افغانستان په ګاونډ کې دغه هېواد زېږېدلی، افغان لوری دې داسې سفر په ګوته کړي چې پايله يې د افغانستان په ګټه وه، چې په پښېماني پای ته نه دی رسېدلی، چې پاکستان پکې افغان لوري ته، د لاس پر ځای لستوڼي په لاس کې نه دی ورکړی. 
اوس خو نهه شپېته کاله پرې تېر دي، خو که نهه شپېته زره کاله هم تېر شي، همدا لکۍ به دغسې کږه وي، که کږه وه په مرداري به يې افغانستان لړلی وي، که نېغه وه د افغان انسان تر ځيګر به لکه خنجر وځي. 
د شهيد داوود خان پر ضد د افراطيانو له پارولو، د ترکي، امين او نجيب پر ضد د اشرارو تر چاغولو، په خپلو کې د مجاهدينو تر جنګولو، د هغوی پر ضد د طالبانو تر ملا تړلو، د طالبانو پر ضد د امريکا تر راوستلو، د اوسني نظام پر ضد د ترهګرو تر روزلو او تمويلولو پورې، د وطن د ورانۍ، بربادۍ او افغان وژنې کومه فاجعه ده چې سرچينه يې له پاکستانه نه ده اخيستې؟
په تېرو څوارلسو کالو کې پر نظام کوم بريد چې د پاکستان له لستوڼي نه دی شوی، د کرزي له شلو سفرونو د غني د لوړ‌پوړيو پلاوو تر تګ راتګ پورې کوم سفر دی چې پاکستان پکې وعدې نه دي کړې او بېرته يې ورباندې پښه نه ده ايښې. 
هره ځل چيچل د مار له همدې غاره، هر ځل کړيکه، د مار تر همدې غاره او بيا په وار وار ځان تېر ايستل د مداري په تکراري وعدو، لېونتوب دی، ځان وژنه ده، خلک راپورې خاندي. 
لومړی ځل دی چې د پاکستان پر ضد د ولسمشر خبرې ولس په غوڅ اکثريت تاييدوي. لومړی ځل دی چې د ولس او حکومت غږ په يوه ډول ازانګه کوي، لومړی ځل دی چې نړيوال د پاکستان پر ضد د افغانستان ننګه کوي. دا چانس بيا ګوتو ته په اسانه نه راځي. 
د کابل د وروستيو بريدونو په اړه د ولسمشر په توند غبرګون د پاکستان نرم دريځ په ډاګه کوي چې ناورين دوی جوړ کړی، مخامخ يې د افغان پر ضد د جګړې اعلان کړی او تکراري وعدې يې، په ډاګه کوي چې بيا هم له دغسې بريدونو مخ نه اړوي. 
اوس نو د دې پر ځای چې بيا د مار غار ته لاس ننه باسو، بايد حکومت د خپل دريځ د لا قوي کولو لپاره، د نړۍ د نورو هېوادونو ملاتړ هم واخلي. امريکا بايد خبره سپينه وکړي چې د ترهګرۍ ځپلي تر څنګ درېږي، که د ترهګرۍ د ملاتړي، ملا تړي. 
حکومت به ځوان وي حوصله به يې ډېره وي، خو پنځه زره کلن افغان نور په خپله ږيره د شپېته کلن ماشوم لوبې نه شي زغملای. 
سرخط ورځپاڼه