قطر نړیوالو ته: له افغانستان سره مرستې وکړئ او د بشري ناورین مخه ونیسئ

قطر نړیوالو ته: له افغانستان سره مرستې وکړئ او د بشري ناورین مخه ونیسئ


  • 3 کاله دمخه (12/09/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1068

د قطر د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمان آل ثاني په خپلو وروستیو څرګندونو کې پر نړیوالو غږ وکړ، چې له افغانستان سره دې ژره تر ژره بشري مرستې پیل کړي او په دغه هېواد کې دې د پېښېدونکي ناورین مخه ونیسي. 

نوموړي په مسکو کې له خپل روسي سیال سره د خبرو پر مهال زیاته کړې، چې دا ځل به په افغانستان کې د وضعیت خرابېدو په صورت کې هېڅ ګاونډی هم خوندي پاتې نه‌شي. 

ورته مهال د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لارووف ویلي، نړیوالو ته په کار ده، چې له افغانستان سره له بشري مرستو مخ ونه‌ګرځوي او په وینا یې، چې په دې هېواد کې روان بشري وضعیت خواشینونکی دی.

بل‌لورته بیا تالېب چارواکي هم له نړیوالو د هر راز مرستې غوښتنه کوي او په خبره یې چې له افغانستان سره شوې مرستې بسنه نه‌کوي.