لوېډ اسټېن: افغانستان دوست هېواد دی؛ مرستې دوامداره ساتو

لوېډ اسټېن: افغانستان دوست هېواد دی؛ مرستې دوامداره ساتو


  • 3 کاله دمخه (02/07/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1217

د افغانستان سرپرست دفاع وزیر جنرال بسم‌الله محمدي پرون ماښام له خپل امریکايي سیال لوېډ استېن سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د پوځي او ستراتېژیکو همکاریو په اړه اغېزناکې خبرې اترې کړې دي. 

دفاع وزارت په یوه خبر پاڼه کې ویلي، چې ښاغلي استېن په دې ټیلیفوني خبرو کې د طالبانو له‌خوا د تاوتریخوالي پر زیاتېدو اندېښنه څرګنده کړې او دا یې، یوه هر اړخیز تفاهم ته د رسېدو پر وړاندې خنډ بللی دی.

د خبر پاڼې له‌مخې، د امریکا دفاع وزیر همداراز په افغانستان کې دایمي سولې ته د رسېدو لپاره د مذاکراتو له فرصت څخه د کار اخیستو پر اهمیت ټینګار کړی دی.

د ویلو ده، چې امریکا په وار - وار ټینګار کوي، چې غواړي څو په افغانستان کې له پوځي ماموریت پرته خپلو هر اړخیزو مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي.

بل لورته بیا وسله‌والو طالبانو د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې جګړو ته کش ور کړی، چې ورسره هم‌مهاله د افغان دولت له لوري د یادې ډلې د ځپلو او د دوی له شتون څخه د یو شمېر سیمو د پاکولو راپورونه هم ورکول کېږي.