له کائیناتو څخه زمونږ د وتلو لار

له کائیناتو څخه زمونږ د وتلو لار


  • 3 کاله دمخه (07/04/2021)
  • وکیل احمد عزیزي
  • 1595

تور غار؛

 زموږ له کایناتو څخه د وتلو لاره؟

 

د تور غار یا يو داسې درانده جسم د نظريې تاريخ ۱۷ پېړۍ ته رسېږي چې هیڅ شی يې له جاذبې قوې څخه نه شي وتلای. مګر پر بنسټيز ډول دغه موضوع هغه وخت پیل شوه چې په ۱۹۱۷ کال د اینشټين د جاذبې مهمه تیوري تکميل شوه. د تېرې يوې پېړۍ په اوږدو کې ساينسپوهانو د اینشټاين دغه تیوري د دې لپاره کارولې چې تور غار بايډ څه ډول وي. دلته د توروغارونو یو څو حيرانوونکې ځانګړنې یادوو چې ساينسپوهانو يې د ساينسي تيوريو پر اټکل کړې دي.

 

په اصل کې هر شی د حجم د زياتې کمېدا له وجې په تور غار بدلېدای شي، حتی که ډبره هم وي. په همدې شرایطو کې جسم د خپل وزن تر اغېز لاندې ورانېدا پیلوي او خپل ځان صفر اندازې ته رسوي. د اینشټين د نظريې له مخې د یاد جسم کتله او جاذبه د وخت-فضا د زیاتې انحنا یا کوږوالي سبب کېږي چې د وخت او فضا همدا کږېدنه تور غار دی.

 

په طبیعت کې لوی ستوري هغه اجسام دي چې په خپله په تور غار بدلېږي، دغه ستوري زموږ د لمر له لسو تر سل برابره لویوالی لري. دغه لوی ستوري چې کله د خپل ژوند وروستیو شېبو ته ورسېږي د خپل جاذبوي اغېز له خاطره ورانېږي او په تورو غارونو بدلېږي. تور غار د طبیعت یو حقيقي پديده ده چې که يو شی يې سرحد ته ورشي، د تل لپاره پکې ننوزي. نو پر همدې دليل تور غارونه د فضا هغه یو طرفه د وتلو دروازې دي چې که یو جسم هلته لاړ شي بيا زموږ له کایناتو سره نه شي په تماس کې کېدای. 

 

کله چې تاسې تور غار ته ور نزدې کېږئ نو وخت د هغې سيمې په پرتله ورو درباندې تېرېږي چې تاسې ترې ليرې واست. ځکه د اینشټاين د نطريې له مخې په درندو سيمو کې تر سپکو سیمو ورو وخت وخت تېرېږي.

 

اصلي راز د تور غار په داخل کې دی. د اینشټاين د تیوري له مخې د تور غار په داخل کې وخت او فضا له منځه ځي او د وخت له منځه تګ پّ خپله د دې لامل کېږي چې موجود شيان د تور غار پر مرکز سقوط وکړي. د طبيعت هيڅ قوه د وخت د همدغې درېدا او اجسامو د سقوط مخه نه شي نيولای. 

 

د تور غار د داخلي مرکز په سیمه کې نور زموږ پوهه او ساینسي قوانین کار نه کوي او له منځه ځي.د اینشټاين تیوري په خپله وايي چې د تور غار په داخل کې وخت له منځه ځي، نو د وخت د له منځه تلو په صورت کې موږ هيڅ نه شو کولای. دا چې په تور غارکې وخت له منځه ځي نو ځينې وخت «شاته تلونکی تخلیق» نوم هم ورکول کېږي. مګر هيڅوک نه پوهېږي چې چې په دې سيمه کې ولې وخت یو دم پای ته رسېږي او همداراز موږ په دې هم نه پوهېږو چې وخت په لومړي ځل څنګه منځ ته راغی. د اینشټاين عمومي نسبي نظریه واټنونو په همدې کوچنیو مقیاسونو کې د تطبیق وړ نه ده او د طبیعت نوي قوانین بايد وموندل شي چې د تور غار له منځه مو خبر کړي. 

 

ایا تور غار نورو کایناتو ته د تګ لاره ده؟ ځواب دا دی چې هیڅوک لا پوره نه پوهېږي. موږ ځکه د دې موندنې پّ موخه مستقیمه تجربه نه شو کولای چې موږ له تور غار څخه معلومات نه لرو او نه هم بیرته له تور غاره موږ ته معلمات را تلای شي. له همدې خاطره موږ مجبور یو چې د باندې له خوا تور غارونه مطالعه کړو تر څو داسې لارې چارې ومومو چې د تور غار له داخله مو خبر کړي.