سمسور نیوز (۱۹سلواغه۱۴۰۱) نن ماسپښين د فاریاب ولایت مرکز میمنې ښار کې د امام ابوحنیفه جومات پر لمونځ کوونکو چاودنه شوې ده.
د فاریاب امنیتي مسوولین پيښه تائيدوي؛ خو د مرګ ژوبلې او نوعیت په تړاو یې جزییات نه دي شریک کړي.
بل خوا سیمه کې عیني شاهدانو رسنیو ته ویلي، چې چاودنه په موټرسایکل کې د ځای پرځای شویو چاودېدونکو توکو له امله رامنځته شوې ده.
سرچینې وايي، پېښه کې پنځه تنه ټپيان شوي دي.
تر اوسه د دې برید مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی.