طالبانو د پاشدان بند ۱۱ کارکوونکي تښتولي

طالبانو د پاشدان بند ۱۱ کارکوونکي تښتولي


  • 3 کاله دمخه (15/02/2021)
  • محمد عزیر ستانکزی
  • 1012

د هرات ولایت امنیتي چارواکي وایي وسله والو طالبانو په دغه ولایت کې د پاشدان بند ۱۱ کارکوونکي تښتولي او ناڅرګند ځای ته یې لیږدولي دي.

امنیتي مسوولین وایي یاد کسان د پاشدان بند په فرعي کانال کې په کار بوخت و چې د طالبانو له خوا تښتول شوي او زیاتوي چې په تښتول شویو کسانو کې د پاشدان بند ځینې انجینیران هم شامل دي.

د هرات والي سید عبدالوحید قتالي هم د پاشدان بند کار کوونکو تښتول کیدل تایید کړي، خو زیاته یې کړه چې د راخلاصولو لپاره هڅې روانې دي.

وسله والو طالبانو هم تایید کړې چې د یاد بند ځينې کارکوونکي د هغوي په وینا له اصولو څخه د سرغړونې په تور له ځان سره بیولي او وروسته به یې ازاد کړي.

د پاشدان اوبو بند کا رکوونکي داسې مهال د طالبانو لخوا بیول کیږي چې ټاکل شوې تر درې میاشتو په دغه بند کې د چارواکو په وینا د اوبو ذخېره کول پيل شي او په جوړیدو سره به یې ۱۳زره هکتاره ځمکه خړوبه شي.