عبدالکبیر: ښې اړيکي غواړو، خو زور نه منو

عبدالکبیر: ښې اړيکي غواړو، خو زور نه منو


  • 3 مياشتي دمخه (09/09/2024)
  • سمسور نیوز
  • 93

د رئیس‌الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر وایي، سرپرست حکومت د امریکا په ګډون له ټولو هېوادونو سره مثبت تعامل غواړي.  

مولوي عبدالکبیر تېره ورځ کابل کې یوې غونډې ته د خبرو پر مهال ویلي، که نړۍ بیا افغانستان ته د اشغال لپاره راشي، افغانان اشغال او زور نه مني.  

نوموړي زیاته کړې، هغه هېوادونه چې افغانستان ته د تعامل او پانګونې لپاره راځي، د اسلامي امارت غېږ ورته پرانېستې ده.

هغه همدارنګه له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې افغانستان کې د بنسټونو په رغولو کې ونډه واخلي او خپلې نیمګړې پروژې بشپړې کړي. 

د یادونې ده چې سرپرست حکومت تر دې وړاندې هم ټینګار کړی وو، چې له ټولې نړۍ سره مثبتې اړیکې غواړي؛ خو چاته په کورنیو چارو کې د لاسوهنې اجازه نه ورکوي.