بلنکین: پر رفح ښار د عملیاتو ملاتړ نه کوو

بلنکین: پر رفح ښار د عملیاتو ملاتړ نه کوو


  • 8 مياشتي دمخه (02/05/2024)
  • سمسور نیوز
  • 305

امریکا وايي، هیڅ وخت به پر رفح ښار د اسرائیلو د برید ملاتړ ونه کړي.
د یاد هېواد دبهرنیو چارو وزیر انتوني بلنکین په بیت المقدس کې د اسرائیل له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره په لیدنه کې ویلي چې امریکا تر اوسه پر رفح ښار داسې پوځي عملیات نه دي لیدلي چې د ملکیانو ژوند په کې خوندي وي.

په همدې حال کې نوموړي خبریالانو ته ویلي تر هغې چې د ملکیانو د خوندیتوب لپاره ډاډمن پلان جوړ نه شي؛ نو دوی پر رفح ښار د پوځي عملیاتو ملاتړ نه کوي.

د بلنکین  له ټینګار سره سره، د اسرائیلو لومړي وزیر ویلي، چې که له حماس ډلې سره پر اوربند هوکړه وشي یا نه؛ خو دوی به پر رفح ښار عملیات ترسره کوي.

د یادونې ده، چې پر دغه ښار د عملیاتو په اړه ملګرو ملتونو هم سخته اندېښنه څرګنده کړې ده.