د (جوجو) هستوونکي درې ځانګړنې

د (جوجو) هستوونکي درې ځانګړنې


  • 3 کاله دمخه (10/07/2021)
  • عبدالغفور لېوال
  • 1434

 جوجو او بغدادي پیر شاهکارونو په شان مهمو ناولونو لیکوال ارواښاد نصیر احمد احمدي زما لپاره له درېيو ځانګړونو سره مهم لیکوال و، دوه یې حرفوي او یوه یې شخصیتي ځانګړنه: 

۱ـ ناولونو یې فکرونه روزل، موږ فکر روزونکي آثار لږ لرو. ځوان کول د ده د ناولونو تر لوستلو روسته د ځان، هېواد، نړۍ او انساني ژوند په اړه خپل باورونه بدلول، چې دا کوشنی کار نه دی او د پیاوړي قلم ترڅنګ بډایه فکري زېرمه هم غواړي. 

 

۲ـ احمدي کرار کرار چوکاټونه ماتول، تابو ګان یې ننګول او خرافات یې ړنګول. دا هرڅه یې د هنر د جادو په مرسته کول. احمدي په ناول لیکنه کې د افغان ولس د وجدان غږ و. 

۳- احمدي ارام، بې ادعا، صمیمي او ښه اورېدونکی لیکوال و. لویه شخصیتي ښېګڼه یې دا وه، چې د فرهنګیانو په سلیقه یي مسخره مخالفتونو کې ښکېل نه و. د بېځایه سیالیو او دوښمنیو پرځای یې یوازې د خپل ادبي - حرفوي پرمختګ پرهڅه تمرکز کاوه او اینرژي یې د ځان روزلو لپاره زېرمه کړې وه، د پرمختګ راز یې په همدې کې و. 

لوی خدای دې یې وبښي. تجربې یې د ځوان ادبي کول د لارې مشال شه!