د ایران د بشري حقونو سازمان حال وش د ایران د کرج په قزل حصار زندان کې د درو تنو افغانانو د اعدامېدو خبر ورکړی دی.
دغه سازمان په یوه بیان کې لېکلي، چې دا کسان تېره ورځ اعدام شوي او د هغوی نومونه یې محمد حسن بیات، اجمل عزیزي او محمد تاجک یاد کړي دي.
دغه سازمان که څه د دغو افغانانو د اعدامېدو په اړه معلومات نه دي رسنیز کړي؛ خو په یاد هېواد کې زیاتره وختونه د نشه يي توکو، وژنو او نورو لویو جرمونو په تور افغانان اعدامېږي.
د دغه سازمان د معلوماتو پر اساس، په روان ۲۰۲۴ زېږدیز کال کې چې څه کم دوې میاشتې یې لا پاتې دي، په یاد هېواد کې د بېلابېلو جرمونو په تورونو ۵۳ تنه افغانان اعدام شوي دي.