د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ په نښته کې د پاکستان د پوځ یو لوړ پوړی افسر وژل شوی او دوه سرتېري یې سخت ټپیان دي.
پاکستاني رسنیو خبر ورکړی چې دغه افسر د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د پاړه چینار ولسوالۍ په کورمه کې له افغان ځواکونو سره په نښته کې وژل شوی دی.
پاکستاني رسنیو دا هم ویلي چې لا هم پر ډیورنډ کرښه د دواړو لوریو ترمنځ نښته روانه ده.
د سرپرست حکومت د دفاع وزارت نن وویل چې د پاکستان د هوايي بریدونو په غبرګون کې یې، ډیورنډ کرښه ته څېرمه د پاکستان د پوځ پر مرکزونو د درنو وسلو بریدونه کړي دي.