مولوي کبیر: د پخواني حکومت نظامیانو ته هېڅ ګواښ نه‌شته

مولوي کبیر: د پخواني حکومت نظامیانو ته هېڅ ګواښ نه‌شته


  • 1 کال دمخه (03/07/2023)
  • سمسور نیوز
  • 453

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال او د اوس لپاره د دغې څوکۍ سرپرست مولوي عبدالکبیر د پخواني حکومت له یو شمېر جنرالانو، قوماندانانو او نورو نظامي چارواکو سره په کتنه کې ویلي، چې د اسلامي امارت دروازه د ټولو پرمخ پرانېستې ده. 

هغه زیاته کړې، افغانستان د ټولو ګډ کور دی او ټول لوري باید د هېواد د ابادۍ لپاره په ګټه کار وکړي.

له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې مولوي کبیر په دې لیدنه کې ویلي، هڅې یې پیل کړې، چې له نړۍ سره تعامل ته ورسېږي.

هغه یوا وار بیا د پخواني حکومت کار کوونکو ته ډاډ ورکړی چې امنیت یې خوندي دی او هېڅوک ورته کوم زیان نه شي رسولای.

نوموړي ویلي، یو شمېر رسنۍ د پخواني حکومت د کارکوونکو ځورولو په اړه تبلیغات کوي چې هیڅ حقیقت نه لري.