د کانونو او پټرولیم وزارت خبر ورکړی، چې د بامیان ولایت د سرپو او جستو کانونو پنځه بلاکونه یې د پنځو کلونو په قرارداد ورکړي دي.
دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دا بلاکونه یې پنځو کورنیو خصوصي شرکتونو ته په یو میلیارد، ۷۹۷ میلیونه او ۵۹ زره افغانۍ په قرارداد ورکړي او پروسس به یې هم ټول په هېواد کې دننه کوي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغو تړونونو پر اساس به یاد شرکتونه په میدان وردګ، کندهار، اروزګان او هرات ولایتونو کې یو شمېر پراختیايي پروژې هم پلي کوي او ورسره به سلګونو کسانو ته د کار زمینه هم برابره شي.