د ټاپي پروژه کې د پام وړ پرمختګ شوی او ژر به یې ساختماني کارونه پیل شي.

د ټاپي پروژه کې د پام وړ پرمختګ شوی او ژر به یې ساختماني کارونه پیل شي.


  • 4 کاله دمخه (17/01/2021)
  • کامران احمدزی
  • 1544

د ټاپې پروژې ساختماني کارونه به ډیر ژر پیل شي. د ترکمنستان  د بهرنیو چارو وزیر رشید مرادووف وایي، د ټاپې پروژه کې د پام وړ پرمختګونه شوي دي.

هغه وایي، د ټاپې پروژې نل لیکه به هرات تر غځیدو وووسته هند او پاکستان ته لاړه شي. مرادووف په دغه برخه کې د افغان حکومت له مرستو هم مننه کړی او ویلي یې دي، د افغان حکومت له لوري د ټاپې پروژې د مسیر لپاره د ځمکو د استملاک قانون جوړول یو مهم کار وه.

اسیا پراختیایي بانک بیا له دغې پروژې د ملاتړ ترڅنګ ویلي، چې دغه بانک په سیمه کې د افغانستان او ترکمنستان د ښو اړیکو غوښتونکی دی. ټاپي پروژه، افغانستان، ترکمنستان، هند او پاکستان ته د ګازو د لیږد پروژه ده، چې په بشپړیدو سره به یې افغانستان ته میلونونه ډالره ګټه ورسیږي.