کاناډا خپل ۲۶۷ نور افغان همکاران له اسلام‌آباده لېږدولي

کاناډا خپل ۲۶۷ نور افغان همکاران له اسلام‌آباده لېږدولي


  • 1 کال دمخه (09/05/2023)
  • سمسور نیوز
  • 605

کاناډا وایي، تېره ورځ یې د پاکستان له اسلام آباد څخه د افغان کډوالو ۲۶۷ کسيزه ډله د يوې چارټر الوتنې له لارې خپل هېواد ته لېږدولې ده.

د کاناډا د کډوالو چارو وزیر شان فریزر پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې تمه ده دغه شمېر کډوال د دې هېواد په ۲۱ ښارونو کې ځای پرځای شي. 

د هغه د مالوماتو له مخې، چې دوی د ۲۰۲۱ کال د اګسټ مياشتې له راهيسې تر اوسه شااوخوا ۳۰زره افغان کډوال کاناډا ته لېږدولي دي. 

څه موده وړاندې د کاناډا صدراعظم جسټن ټروډو ويلي ؤ، موږ له کاناډايانو سره په ګډه کار کوو، څو ډاډمن شو چې دغه هېواد ته تازه راغلي افغان کډوال د امنيت او ارامښت احساس کوي.

د افغانستان له سقوط وروسته، د کاناډا په ګډون يو شمېر هېوادونه هڅې کوي، چې خپل افغان همکاران ور وغواړي او پناه ورکړي.