- 4 کاله دمخه (21/09/2020)
- پوهاند محمد اسمعيل يون
- 1291
هغه څوک چې څلوېښت کاله له خپل ولسه لرې پاتې شوی وي او بیا د یو تصادف، چانس او د ولس د ناچارۍ له وجې دولتمشر شي او د ولسمشر خطاب ورته وشي، هغه نو بیا په ځان کې ورک شي ، ترې راټول غوړه مالان یې نو اسمان ته داسې پورته کړي ، چې لاندې ولس ورته هډو د ادم زامن نه ښکاري. ځان ورته جامع اکمالات معلوم شي او هر ډول ګلشالي یې چې له خولې و دوړول نو فکر کوي چې همدا د کاڼي کرښې دي.
د یو سیاسي مشر لپاره له خپلې ټولنې سره کلتوري تفاوتونه ، نه یوازې دا چې ده ته ډېر مضر دي، بلکې ټولنې ته هم ډېر خطرناک تمامېږي دولتمشر غني هم له خپلې ټولنې سره نه یوازې دا چې واضح کلتوري تفاوتونه لري ، بلکې کله کله یې عملونه هم ان د ټولنې له دودیزو واقعیتونو سره په تضاد کې واقع شوي دي. په تېرو ټاکنو کې د ښخو د عکس جبري کول یې له ټولنې سره د کلتوري تضاد یو څرګند مثال و ، چې تر ټولو زیات زیان یې خپله همده ته واوښت. هغه وخت هم یو شمېر غوړه مالانو او د ده شعوري مخالفانو ، دی دې عمل ته وهڅاوه او اوس دا دی په تذکره کې د مور نوم د لیکلو له لارې غواړي غني او زموږ مذهبي او دودیز پال ولس له یوې بلې کلتوري ستونزې سره مخ کړي.
یو سړی چې لنډۍ ته متل وايي، متل ته لنډۍ، عادي شعر له مخې نه شي لوستلای، نظم په نثر او نثر په مسجع نثر اړوي، د ټوکې زمان او مکان نه پېژني ، د خپل اواز تون نه شي کنترولولای، د عاشورا او ماتم په ورځو کې هم خلکو څخه د چکچکو هیله کوي، په کمپایني غونډو کې حیوانات پر ونو خېږوي، د خپلې ژبې او لاسونو د کنترول او مهارولو واک وځواک نه لري او په سلګونو نور ناکنتروله رواني مشکلات لري ، اسلامي بحثونه یې خو یې پر ځای پرېږده ، نو په داسې یو حالت کې بیا د ملک نورو چارواکو ته په کار دي ، چې د ټولواک د عمل او وینا د مهارولو تار په لاس کې ولري چې حالات تر دې نور هم خراب نه کړي. اوس نو چې جمهور رییس غني هره خبره وکړي غوړه مالان هغو ته د تاییدي مرغلرو اب ورکړي او هغه نور هم وهڅېږي چې ورځه پرې خبرې دې تر شاتو هم خوږې دي.
د غني لفظي او محتوايي تېروتنې ډېرې دي ، خو اوس راځم دې یوې نوې نوې کړۍ ته جې هغه هم د ښځو او نرښځو د حقوقو مدیانو له خوا مطرح شوې ده ، دوی یو ځل بیا همدې غني او عام ولس ته داسې دام ایښی دی؛ چې زیان یې هم غني او ولس ته متوجه دی .؛ په تذکرو کې د مور نوم لیکنه.
۱-د نړۍ په اکثرو اسلامي او نااسلامي هېوادونو کې دا خبره دود نه ده چې حتمي دې په تذکرو کې د مور نوم ولیکل شي.
۲-په افغانستان کې به دا کار د دې سبب شي جې یو شمېر نالوستي او کملوستي خلک د تذکرې له اخیستلو ډډه وکړي.
۳-د تذکرې د نه اخیستلو په حالت کې به هغه ډلې او سیاسیون ډېره ګټه وکړي چې د اکثریت افغانانو له مذهبي او دودیز جوړښت څخه ناوړه ګټه پورته کوي.
۴- دا موضوع یه په ولسي او مشرانو جرګه کې د برېښنایي تذکرو پر سر تېر حل شوي جنجالي بحثونه یو ځل بیا را تازه کړي.
۵- د افغانستان کورنیو او بهرنیو دښمنانو ته به یو ځل بیا چانس برابر کړي چې د (مور )ستون د زیاتولو په حالت کې د (ملت )ستون حذف هم مطرح کړي.
۶- د مور سپېڅلی نوم چې په نړۍ کې هېڅ بدیل او انډول نه لري ، دا به هم پر یو متازع بحث بدل کړي.
۷- په پاسپورت کې چې د پلار نوم ضرور و ، پاسپورت بې پلاره شو ، خو دلته چې کومه مشخصه اړتیا نه محسوسېږي ، دلته بیا د مور نوم پر لیکلو ناضروي ټینګار کېږي.
۸- اوس به نو په تذکره کې هر څوک د تظاهر لپاره د خپلې مور تر نوم وړاندې ضرور د ( بي بي ) مختاړی او پیوند هم زیاتوي ؛ ټولې تذکرې به له بيبیانو ډکې شي، خو د غني په شمول به هېڅ کاذب سیاستوال د کومې بي بي مور اوښکې وچې نه کړي او هغې ته به دا زېری ور نه کړي چې نور ستا کلاب ګلاب زامن په جنګ کې نه مري.
۹- اوس نو نور په افغانستان کې ټول مشکلات حل شول ، یوازې د میندو همدا مشکل پاتې چې په تذکره کې دې د نړۍ د اکثرو هېوادونو د عرف خلاف د دوی نوم ولیکل شي.
۱۰- هغو خلکو چې تر اوسه د مور نوم له لیکلو پرته تذکرې اخیستي ، هغوی به خپلې تذکرې بېرته بدلوي ؟ د دې احتمالي بدلون او په ډیټا بېس کې تغیر راوستل به څومره وخت او لګښت غواړي؟
۱۱- افغانستان کې یو مشکل دا دی چې څوک د مور دعزت جوګه نه وي هغه به د مور د حقوقو دعوه کوي ، طلاقۍ به د کورني ژوند دښه والي چغه وهي ، دکتاتوران به د جمهوریت شعار پورته کوي ، زورواکي به د ولسواکۍ نارې وهي ، هر څه سرچپه روان دي.
ما باندې مې خپله مور ګرانه ده ، زه د خپلې مور نوم د زړه په پاڼو کې لیکم ، که څوک یې په تذکره کې هم په خپله خوښه لیکي مخالفت یې نه کوم ، خو جبري کول یې خپله جبر ته لاره برابرول دي . زه د خپل وطن پر کلتور هم ښه پوهېږم . زه دا د ښځې حق ګڼم چې له نارینه سره مساوي حقوق ولري ، خو بېوخته اذانونه کول د چرګ پر مرګ تمامېږي او تر ګټې یې زیان زیات وي ، نوره دې خوښه مفکره او عقل کله.