تاجکستان: افغانستان کې باید داسې حکومت رامنځ‌ته شي، چې ټول په‌کې ځان وویني

تاجکستان: افغانستان کې باید داسې حکومت رامنځ‌ته شي، چې ټول په‌کې ځان وویني


  • 2 کاله دمخه (15/12/2022)
  • سمسور نیوز
  • 662

سمسور نیوز (۲۴لېندۍ۱۴۰۱) د تاجکستان ولسمشر، امام علي رحمان په افغانستان کې د یو ټول ګډونه حکومت پر رامنځ ته کېدو ټینګار کړی.

امام علي رحمان اسلام‌آباد ته د خپل دوه ورځني سفر پر مهال، د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف سره له لیدنې وروسته په یو ګډ خبري کنفرانس کې ویلي، په افغانستان کې باید داسې حکومت رامنځ ته شي، چې ټولو قومونو او لورو ته د منلو وړ وي. 

نوموړي ویلي، هېواد يې په افغانستان کې د سولې او ټیکاو غوښتونکی دی او په دې برخه کې له پاکستان سره په ګډه کار کوي.

له دې وړاندې هم د نړۍ ګڼو مشرانو له ا.ا غوښتي؛ ترڅو په افغانستان کې داسې یو حکومت جوړ کړي، چې ټول افغانان په‌کې ځان وویني. 

شهباز شریف په دې خبري غونډه کې د افغانستان په اړه هېڅ یادونه ونه کړه، او ټولې خبرې یې د پاکستان او تاجکستان پر اړیکو او بېلابېلو موضوعاتو څرخېدې.