کندهار کې ۱۳ کیلومتره سړک جوړ شوی

کندهار کې ۱۳ کیلومتره سړک جوړ شوی


  • 4 مياشتي دمخه (13/12/2023)
  • شریف ولیزاد
  • 237

د کندهار ولایت په لوړ شاه ولي کوټ ولسوالي کې ۱۳ کیلومتره سړک جغل کارې شوی او ګټې اخستنې ته سپارل شوی دی.

ولایت مقام پر ټوېټر لیکلي، یاد سړک د (U.N.O.P.S) مؤسسې له خوا په ۶،۶ ملیونه افغانۍ جوړ شوی دی.

یاد سړک د کندهار- اروزګان پر لویه لار یو فرعي سړک دی چې شپږ متره پراخوالی لري او له سرخ بید سیمې څخه بیا تر سپینې کلا او کاکړانو سیمې پورې غځېدلی دی.