د حج او اوقافو وزارت: د نجونو پر سر د لور اخیستل شرعي جواز نه لري

د حج او اوقافو وزارت: د نجونو پر سر د لور اخیستل شرعي جواز نه لري


  • 2 کاله دمخه (15/12/2022)
  • سمسور نیوز
  • 731

سمسور نیوز (۲۴لېندۍ۱۴۰۱) ‏د ارشاد او حج اوقافو وزارت وايي، د نجونو پر سر ولور اخيستل شرعي جواز نه لري او مهر يوازې د نجلۍ شرعي حق دی. 

د یاد وزارت له لوري په دې تړاو د جوماتونو ملا امامانو ته په استول شوې خطبه کې ویل شوي، چې مهر د واده شوې ښځې شرعي حق دی او د مېړه په ګډون هېڅوک پکې حق او برخه نه لري.

په دې خطبه کې د قران کریم او نبوي حدیثونو په حواله ویل شوي، چې خلک درانه ولورونه اخلي، چې له کبله یې د هغه چا دینداري او اخلاق په پام کې نه نیول کېږي چې نجلۍ ورته ودېږي. 

په خطبه کې راغلي، د آزاد انسان پر سر پیسې اخیستل په حقیقت کې د هغه خرڅول دي چې دا عظیمه ګناه ده لکه د نن صبا رواجي ولور. 

دا په داسې حال کې ده، چې د هېواد په ځینو سیمو کې د لوړ ولور له کبله ګڼ شمېر نجونې او هلکان بې واده پاتي کېدو له ګواښ سره مخامخ دي او یا که واده کېږي هم، عمر یې زیات شوي وي.