د بهرنیو چارو وزیر وایي، نړیوال له هغې سولې ملاتړ کوي، چې تیرې لاسته راوړنې پکې خوندي وي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر نن د ولسي جرګې غونډې ته ویلي، د افغانستان لپاره اوس یوه نړیواله اجماع موجوده ده. اتمر د جینوا د غړو هیوادونو له مرستې هم مننه کړې او ویلي یې دی، چې دغه مرستې دا ښیي چې اوس افغانستان یواځې نه دی او یو نړیوال ملاتړ یې ترلاسه کړی. هغه د سولې په خبرو کې د تیرو لاسته راوړنو ساتل مهم یاد کړي او په خبره یې، چې نړیوال هم هغه سوله غواړي چې تېرې لاسته راوړنې پکې خوندي وي.