لوګر کې موټر بم  چاودنې ۱۱۲ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

لوګر کې موټر بم چاودنې ۱۱۲ تنو ته مرګ ژوبله اړولې


  • 3 کاله دمخه (01/05/2021)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 1294

 

تیره ماښام د لوګر ولایت د مرکز پل علم د لومړۍ حوزې اړوند سیمه کې ولایتي روغتون ته مخامخ د ازرې ولسوالۍ د ولسونو پر میلمستون موټر بم چاودنه وشوه چې له امله یې ۲۱ تنه وژل شوي او ۹۱ نور ټپيان دي.

د لوګر امنیه قومانداني وايي د پیښې ټول قربانیان هغه ملکي وګړي دي چې په یاد میلمستون کې اوسیدل او ډیری یې هغه زده کوونکي وو چې د کانکور ازموینه کې د ګډون لپاره پل علم ښار ته راغلي وو.

په دغه موټر بم چاودنه کې د ولایتي روغتون ترڅنګ د خلکو کورنه او ګڼ شمیر هټۍ هم زیانمنې شوي او عامو خلکو ته یې درانه مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

دغه برید ولسمشر محمد اشرف غني، د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح، د مصالحې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله، پخواني ولسمشر حامد کرزي، اروپايي ټولنې او کابل کې د بریټانیا سفارت غندلی او دا یې یو وحشیانه او بزدلانه عمل بللی او د قربانیانو له کورنیو سره یې خواخوږي څرګنده کړې.

که څه هم د د پېښې مسؤلیت تر اوسه کومې ډلې نه دی منلی خو ولسمشرۍ ماڼۍ او د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح دا برید د طالبانو کار بولي او وايي چې دا ډول بریدونه د طالبانو د کمزورۍ روښانه نښه ده او زیاته کړې یې ده چې طالبان له تاوتریخوالي پرته بل انتخاب نه لري.