د امریکا د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال جان بس د افغانستان په اړه د خبرو لپاره قطر او پاکستان ته سفر کوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي، چې د ښاغلي بس سفر به د ثور په اوومه نېټه پیل او تر یوولسمې دوام وکړي.
په اعلامیه کې راغلي، نوموړی به قطر ته د خپل سفر په ترڅ کې له لوړپوړو قطری چارواکو او ډیپلوماټانو سره له افغانستانه د ملاتړ او په سیمه کې د دواړو هېوادونو د امنیتي ګټو په اړه خبرې وکړي.
دغه راز هغه به پاکستان ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه هېواد له چارواکو سره د اسلام اباد او واشنګټن ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو په اړه خبرې وکړي.