په تخار ولایت کې هغه لس کسان نیول شوي، چې نڅا یې کوله او موسیقي یې غږوله.
د تخار د امنیه قوماندنۍ ویاند عبدالمبین ساپی وایي، چې دغه کسان د ینګي قلعه ولسوالۍ ساپي منګل کلي اوسېدونکي دي او په یوه کور کې نیول شوي دي.
د ساپي په وینا، د یادې ولسوالي د امنیې قومنداني پرسونل له نیول شویو کسانو څخه د موسیقي الات هم ترلاسه کړې دي.
هغه زیاتوي، چې د دې کسانو قضیه یې اړوند مسوولانو ته سپارلې او لومړنۍ څېړنې یې پیل شوې دي.
سرپرست حکومت موسیقي حرامه بللې او ټینګار یې کړی، چې چاته د ناروا کارونو د ترسره کولو اجازه نه ورکوي.