عبدالله: که طالبان له پوځي لارې د پرمختګ فکر لري، نو په غلطه روان دي.

عبدالله: که طالبان له پوځي لارې د پرمختګ فکر لري، نو په غلطه روان دي.


  • 3 کاله دمخه (19/06/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1316

د افغانستان د ملي پخلاینې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله وایي، که طالبان له پوځي لارې د پرمختګ فکر لري، نو دغه ډله په غلطه لار روانه ده.

عبدالله عبدالله د "انتالیا ناستې" په څنډه کې د ګډون په هدف ترکیې ته تللی او هلته یې له پاکستاني، ترکي او ایراني چارواکو سره لیدلي او پر افغان سوله یې خبرې اترې کړې دي.

نوموړي د همدې ناستې په خوا کې پرون له اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس سره مرکه کې د طالبانو په اړه تازه څرګندونې کړې دي او ویلي یې دي، طالبان ممکن سیاسي حل لارې ته لېوالتیا ونه‌لري.

هغه وایي، "اندېښنه لرم چې طالبان د افغانستان د موضوع سیاسي حل ته هېڅ ډول لېوالتیا نه لري."

د ملي پخلاینې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله وایي، ستونزه په جګړې نه هوارېږي: "که هغوی فکر کوي چې له پوځي لارې بریا ته رسېږي، دا به د طالبانو له خوا ډېره غلطه محاسبه وي. دا تکراروم چې د جګړې دوام به هېڅ ګټیالی ونه لري."

له‌بلې خوا په پام کې وه، د بهرنیو ځواکونو له وتلو مخکې ترکیه د افغان سولې په تړاو یوه برخلیک ټاکونکې غونډه جوړه کړي، خو غونډه په ظاهره د طالبانو د نه‌ګډون له کبله تراوسه نه ده ترسره شوې.

د ښاغلي عبدالله په باور، د ترکیې غونډه نه‌ده لغوه شوې، خو په خبره یې دا غونډه به هغه وخت ترسره شي، چې افغان دولت او طالبان جدي خبرو ته چمتو شي.