امریکا د افغانستان او پاکستان تر منځ د امنیتي تړون د رامنځته کېدو په هڅه کې ده:

امریکا د افغانستان او پاکستان تر منځ د امنیتي تړون د رامنځته کېدو په هڅه کې ده:


  • 3 کاله دمخه (12/05/2021)
  • خلیل
  • 1388

 د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې امریکا په دې هڅه کې ده، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ امنیتي ټړون رامنځته کړي، نوموړی وايي، دوی بریټانیا ته دنده سپارلې، څو د دواړو هېوادونو ترمنځ په اړیکو له سره غور وکړي او یو قوي امنیتي تړون رامنځته کړي.

د خلیلزاد په خبره، پاکستان په افغانستان کې مشروع ګټې لري، چې افغانان او افغان حکومت باید ورته درناوی وکړي، د نوموړي په وینا، د بریټانیا هېواد ته یې دنده سپارلې، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو یو نوی ور پرانیسی او امنیتي تړون رامنځته کړي.

په دې اړه ډېر جزییات نه دي ورکړل شوي، خو ځينو رسنیو له دې مخکې د پاکستاني او بریټانیوي نظامیانو د راتګ په اړه ویلي و، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د همکاریو هڅې روانې دي.

دغه څرګندونې په داسې مهال دي، چې دوه ورځې کېږي، د پاکستان او بريټانیا د پوځ لوی درستیزان کابل ته راغلي او له ګڼو افغان چارواکو سره یې لیدلي دي.