د بلوچستان په دوکي ولسوالۍ کې د دوو پر له پسې چاودنو له امله یو پاکستانی افسر وژل شوی او شل نور ټپیان دي.
پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې لومړۍ چاودنه د پاکستان د ترهګرۍ ضد ادارې کارکوونکو پر موټر د سړک غاړې د ماین شوې ده.
د راپورونو له مخې، دویمه چاودنه هغه مهال شوې، چې پولیس او خلک د پېښې ځای ته راټول شوي وو.
د معلوماتو پر اساس، د دغو دوو چاودنو په ټپيانو کې عام خلک هم شامل دي؛ خو کره شمېره یې نه ده معلومه.
که څه هم تر اوسه د یادو چادونو مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی؛ خو هلته بلوڅ ازادي غوښتوونکي فعال دي او وخت ناوخت پاکستاني نظامیان په نښه کوي.
یادې ډلې تېره ورځ په نوشکي ولسوالي کې هم پر پاکستاني پوځیانو برید کې درې تنه وژلي وو.
د یادونې ده، چې په دې وروستیو کې پاکستان د زیاتو چاودنو او امنیتي پېښو شاهد دی.