له ټاکنو څخه د جوبایډن وتلو ته د غبرګونونو په دوام، د یادو هېوادونو لوړپوړو چارواکو د نوموړي کړنې ستایلې دي.
د بريټانیا لومړي وزیر، کي اېر سټارمر پر خپله اېکس پاڼه لېکلي چې د بایډن پرېکړې ته احترام لري او پاتې دوره کې یې د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
تر څنګ یې د المان صدراعظم اولاف شولز بایډن یو "ښه او د اعتماد وړ شریک" بللی دی او زیاته کړې یې ده: ((زما ملګری بایډن اروپا، امریکا او نړۍ لپاره ډېرې لاسته راوړنې لري، د هغه له امله ناټو قوي ده.))
بلخوا بیا د کاناډا لومړي وزير جسټن ټروډو په یو پیغام کې جوبايډن د کاناډا ملګری یاد کړی او له هغه یې مننه کړې ده.