ولسي جرګه وروستیو نا امنیو اندیښمنه کړې.

ولسي جرګه وروستیو نا امنیو اندیښمنه کړې.


  • 3 کاله دمخه (28/12/2020)
  • کامران احمدزی
  • 1094

د ولسې جرګي غړي وایي حکومت د خلکو د امنیت په تامین کې پاتې راغلی.

د ولسي جرګې غړي، وایي په کابل او یو شمیر نورو ولایتونو کې وروستیو ناامنیو او هدفي وژنو اندیښمن کړي یو.

دوی وایي، افغان حکومت دې د خلکو د امنیت لپاره کوټلي ګامونه واخلي، دوی وایي امنیتي سکتور ته یې د امنیت د تامین په خاطر رایه ورکړې او اوس باید دغه سکتورونه د ولسي جرګې باور خپل کړي.

ولسي جرګه دغه څرګندونې داسې مهال کوي، چې مرکز کابل هم هر سهر د یوې پېښې شاهد وي.