پاکستان: د افغانستان پر لاره مو منځنۍ اسیا ته د صادراتو زمینه برابره شوې

پاکستان: د افغانستان پر لاره مو منځنۍ اسیا ته د صادراتو زمینه برابره شوې


  • 2 کاله دمخه (17/10/2022)
  • سمیر احمد
  • 928

سمسور نیوز (۲۶تله۱۴۰۱) پاکستاني چارواکي وایي، د افغانستان له لارې یې منځنۍ اسيا ته د صادراتو زمینه برابره شوې ده.

‏په روسیه کې د پاکستان سفیر شفقت علي خان ویلي، چې په لومړي ځل یې هېواد ته د افغانستان له لارې منځنۍ اسيا ته د صادراتو زمینه برابره شوې ده.  

هغه د روسیې ټاس خبري اژانس ته ويلي، چې د افغانستان له لارې منځنۍ اسيا ته د پاکستان د صادراتو لېږد شااوخوا يوه مياشت وخت نيسي.   

نوموړي د دغو صادراتو د کچې په اړه څه نه دي ویلي؛ خو څرګنده کړې یې ده، چې دا صادرات د پام وړ دي.