شمالي وزيرستان کې د هدفي برید پرمال دوه کسان وژل شوي

شمالي وزيرستان کې د هدفي برید پرمال دوه کسان وژل شوي


  • 2 کاله دمخه (26/05/2022)
  • سمسور
  • 761

سمسور (۵غبرګولی۱۴۰۱)  په شمالي وزیرستان کې دوه تنه په هدفي بریدونو کې وژل شوي دي.

د راپورنو له مخې، په وزیرستانونو کې د پاکستان د پوځ د ضرب عضب په نوم له عملیاتو وروسته په دې سیمه کې شااوخوا ۴۵۰ تنه په هدفي بریدونو کې وژل شوي دي.

په شمالي وزیرستان کې پولیس د هدفي وژنو تازه پېښې کړې او ویلي یې دي، چې دا پېښې په میرعلي بازار کې شوې دي.

پولیسو همداراز ویلي، چې د وژل شویو کسانو خپلوانو د خپلو عزیزانو د قتل په اړه په چا دعوه نه ده کړې.