دوستم په کور کې غیر قانوني ساتل شوې ګاوزې؛ د کابل ژوبڼ ته وسپارل شوې

دوستم په کور کې غیر قانوني ساتل شوې ګاوزې؛ د کابل ژوبڼ ته وسپارل شوې


  • 1 کال دمخه (27/11/2023)
  • سمسور نیوز
  • 516

د کابل ژوبڼ مسوولین وايي، چې د جوزجان ولایت مقام په وړاندیز یې د جنبش ګوند مشر عبدالرشید دوستم په کور کې په غیر قانوني ډول ساتل شوې ۱۳ ګاوزې او یو ښکر لرونکی پسه د کابل ژوبڼ ته راوړي دي.

 

د کابل ژوبڼ رئیس عزیز ګل ثاقب وایي، چې په دې ګاوزو کې ۶ نارینه، ۵ ښځینه او دوه یې بچي دي.

نوموړي زیاتوي، دا حیوانات د دوستم په کور کې د چاپیریال ساتنې د قوانینو خلاف ساتل کېدل.

د هغه په خبره، اوس مهال د دغو حیواناتو نسل د کمېدو په حال کې ده او دوی هڅه کوي چې دلته یې غوره پالنه وکړي.

د یادونې ده، چې دغه ډول حیوانات د امو سیند تر غاړو قندوز، تخار، بدخشان او د بلخ ولایت یو شمېر ولسوالیو په غرنیزو سیمو کې اوسېږي.