د روغتیا نړیوال سازمان وایي، د روان کال د آپرېل له ۱۱مې نېټ څخه تر ۱۷مې پورې په افغانستان کې د شري ناروغۍ له کبله ۲۱ کسان مړه شوي دي.
یاد سازمان د یکشنبې په ورځ (د غبرګولي ۴مه) د یوه راپور په خپرولو سره ویلي چې په افغانستان کې د روان کال له پیل راهیسې د شري ناروغۍ ۵۵زره ۶۷۸ شکنمې پېښې ثبت شوې چې له ډلې یې ۳۵۷ تنه مړه شوي دي.
سرچینه زیاتوي چې د دې ناروغۍ تر ټولو ډېرې پېښې په هلمند، نورستان او بدخشان ولایتونو کې ثبت شوې دي.
د روغتیا نړیوال سازمان وایي، سږ کال په افغانستان کې د شري ناروغي د تېرو درېیو کلونو له منځنۍ کچې زیاته شوې ده.
شری یوه وېروسي ناروغي ده چې د ساه اخیستو، ټوخي، پرنجي او یا د ککړو سطحو له لارې له یوه انسان څخه بل ته انتقالېږي.
روغتیا پالان واکیسن ته نه لاسرسی، د بدن کمزوری دفاعي سېسټم او ککړ چاپېریال پر شري د اخته کېدو عمده عوامل بولي.